بی بی سی پښتو

ننګرهار : په سیند کې د ډوب شویو کسانو لټون روان دی

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۰
BBC
د ننګرهار چارواګي وايي له سینده د تېریدو پرمهال په کښتې کې لس کسان سباره و چې یو ماشوم ترې ژغورل شوی او د نورو لټون روان دی.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سيند له يوې ډډې بلې ته د خلکو د وړلو راوړلو کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه له لسو ډوب شویو کسانو يو ماشوم ژغورل شوی او يو مړی موندل شوی، خو د یوې ښځې په ګډون اته کسان لا هم اوبو کې ورک دي.

دغه کښتۍ نن شنبه له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سيمه کې اوښتې ده.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د کښتۍ کيبل پرې کېدو سره د کښتۍ سورلۍ اوبو اخيستي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، کښتۍ کې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان ناست وو چې د ځايي خلکو په مرسته ماشوم ژوندی ایستل شوی او نورو ډوبو شویو کسانو پسې لټون روان دی.

ځينو ځايي سرچينو بیا د ډوب شويو کسانو شمېر اته کسان ښوولی دی.

له کونړ سیند سره دوه ګړۍ مزل

نیمروز؛ د سیند پرغاړه تږی ولس

افغانستان: مالګین سیند زرغونې کروندې شاړې کړې

ننګرهار کې د بي بي سي خبريال وايي، په ځايي وخت تر ماښام پورې اوبو کې د ډوب شويو کسانو د ژوند او مرګ اړه معلومات نه وو.

په سيند کې د ډوب شويو کسانو د موندلو لپاره د ځايي اوسېدونکو او ځايي کښتۍ چلونکو هڅې روانې دي.

د ګردي کڅ د ځوانانو شورا مشر رييس خان غرني بي بي سي ته وويل، ډوب شوي کسان د ګردي کڅ اوسېدونکي وو چې کامې ولسوالۍ ته اوښتل.

د افغانستان د نورو ولايتونو سربېره د ننګرهار بهسودو، ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د پلونو د نشتوالي له امله سيند د پورې وتلو پر مهال له کوچنیو کښتیو کار اخلي.

د یادونې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې ځايي جاله چلوونکو او ځاي خلکو اوبو کې د ۲۰ ښځو او ماشومانو په ګډون د ډوبې شوې کشتۍ ۳۰ سپرلۍ ژوندي ژغورلي وو.

په افغانستان کې د دوبي په ګرمو ورځو کې ګڼ کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تېرېدو پرمهال بایلي ځکه چې پلونه نشته او دغه مهال د سیندونو اوبه ډېرېږي.

Trending

Exit mobile version