ساینس او ټیکنالوژي
نن به په افغانستان کې کسوف یا لمرنیول ولیدل شي
د کسوف یا لمرنیولو پر مهال له عینکو پرته لمر ته مه ګورئ، چې دا کار به مو سترګو ته زیان ورسوي او حتا د ړوندېدو لامل هم کیږي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې دغه لمرنیونه یا کسوف نن (سې شنبه د لړم ۳ ) د افغانستان پر وخت د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ رامنځته او په افغانستان کې یې کچه له ۵۵ څخه تر ۷۰ سلنې د وړاندویېنې وړ ده؛ خو په ولایتونو کې به پر بېلابېلو کچو ولیدل شي.
ویل کیږي، چې دغه لمرنیونه به د مازیګر پر ۳:۳۰ ډېره او د ماښام پر ۵:۳۰ پای ته ورسیږي.
د لمرتند یا د لمرنیول هغه وخت واقع کیږي کله، چې درې آسماني ستوري لمر، سپوږمۍ او ځمکه په مستقیمه کرښه کې راشي؛ سپوږمۍ د لمر او ځمکې تر منځ تېره او د سپوږمۍ د سیوري یوه برخه راکښته کیږي. په ځمکه کې هغه شېبه، چې د لمر وړانګې پټې وي؛ له پیل څخه تر پایه پورې کسوف یادیږي.
د نن ورځي کسوف د آسیا، آفریقا او اروپا په وچو کې لیدل کېږي.
