سیمه ییز خبرونه
نن به په غزه کې اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول پیل شي
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې؛ اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول به له څو ساعتونو وروسته پیل شي؛ خو د حماس لخوا د خوشې کېدونکو یرغملو د نوملړ په نه چمتو کولو کې د پاتې راتلو له کبله اسرائیلو لاریونونه کړي دي.
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ او همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ماجد الانصاري د اعلان له مخې، اوربند به د یکشنبې پر ورځ پر ځایي وخت د سهار ۸:۳۰ پیل شي.
مخکې اعلان شوی و، چې درې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، چې درې ملکي ښځې هم په کې شاملې دي؛ د مازدیګر پر ۴:۰۰ خوشې شي او د اسرائیل خاورې ته یې له لېږدولو وروسته به له ۹۰ څخه ډېر فلسطیني بندیان خوشې شي.
د هوکړې له مخې، حماس باید د یرغمل شویو کسانو نومونه له خوشې کېدو څخه ۲۴ ساعته مخکې ورکړي؛ خو اسرائیلي رسنیو د شنبې پر ماښام ناوخته راپور ورکړ، چې حماس تر اوسه د هغو ۳ یرغمل شویو کسانو نومونه ندي اعلان کړي، چې ټاکل شوې د اوربند پر لومړۍ ورځ خوشې شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د شنبې پر ماښام په خبرپاڼه کې ویلي، چې “تړون به تر هغې پورې پرمخ لاړ نشي” چې نوملړ ترلاسه نشي او حماس له تړون څخه د سرغړونې بشپړ مسوولیت لري.
د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د امریکا، قطر او مصر پر منځګړیتوب رامنځته شو او د جګړې ښکېلو خواوو هم لاسلیک وکړ.
د دې تړون لومړی پړاو ۶۰ ورځې دی او د راتلونکو پړاوونو جزئیات به د دغو اړخونو ترمنځ په خبرو اترو کې وټاکل شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی؛ غوره ده، چې تړون وساتل شي او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول روان وساتل شي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ماښام NBC نیوز ته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه ډاډه دی اسرائیلي یرغمل به ژر خوشې شي وویل: “مونږ به ژر وګورو؛ دا غوره ده، چې دوام ومومي.”
ډونالډ ټرمپ، چې له شبکې سره په ټیلیفوني خبرو اترو کې ویلي، چې هغه بنیامین نتانیاهو ته ویلي: “دا [چاره] باید پای ته ورسیږي؛ مونږ غواړو، چې پای ته ورسیږي او هغه څه روان وساتو، چې باید ترسره شي.”
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنکړل او دا یې هم وویل: پرته له دې، چې جزئیات ورکړي وویل؛ ډېر ژر به له بنیامین نتانیاهو سره وویني.
د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې، چې د اوربند له پیل سره سم د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ غزې ته ننوځي او د دوی شمېر به هره ورځ ۶۰۰ لاریو ته ورسیږي، چې په کې ۵۰ د تېلو ټانکرونه هم شامل دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د شنبې په ورځ وویل، چې د بشري مرستو بار لارۍ او همدارنګه د تېلو ۵۰ ټانکرونه به د یکشنبې پر ورځ غزې ته ننوځي.
هغه د خپل نایجیریایي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې زیاته کړه: “مونږ هیله لرو، چې ۳۰۰ لارۍ به د غزې شمالي سیمې ته ننوځي، چې د مرستندویه بنسټونو په وینا، زرګونه خلک په سختو شرایطو کې بند پاتې دي.”
رویټرز د شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په سلګونه لارۍ د رفح پولې ته څېرمه د مصر په لاره کې د اوربند د پیلېدو پر تمه ولاړې دي.
دا لاره پخوا غزې ته د مرستو د رسولو لپاره تر ټولو مهمه لار وه؛ خو د سږ کال په غویي( ثور ) کې وتړل شوه.
له بلې خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه ثبت شوي ویډیوي پیغام کې د تړون لومړي پړاو ته “لنډمهاله اوربند” وویل.
په هغه ویډیو کې، چې د شنبې پر ماښام خپره شوه هغه وویل؛ جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو ټینګار کړی چې که د تړون راتلونکي ګامونه پوره نشي، نو اسرائیل کولی شي د غزې جګړه بیا پیل کړي.
بنیامین نتانیاهو دا هم ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ماښام له هغه سره په ټیلیفوني خبرو کې د تړون لومړی پړاو لنډمهاله اوربند وباله.
د غزې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر جنوبي برخه برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې یې له ۴۶ زره څخه ډېر کسان یې وژلي دي.