تازه خبرونه

نن د افغانستان فوتبال لوبډله له لاوس سره لوپيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان به په بي گروپ کې خپله درېيمه لوبه نن شنبه(د غبرگولي۳) له لاوس سره پيل كړي، که يې لوبه په ښه پايله وگټله د خپل گروپ مشري ساتلی شي.

د پنجشنبې په ورځ د آسيا چلنج کپ په فوتبال سياليو کې افغانستان ترکمنستان ته ۱:۳ ماته ورکړه.

په دې لوبه كې، چې د باران له درانده اورښت سره مل وه، افغان لوبډله ښه وځلېده.

په لومړۍ نيمه لوبه کې، چې باران اوريده، تر وروستيو شېبو دواړه لوبډلې په کوم گول ونه توانيدې، خو په وروستۍ اضافي دقيقه کې افغان لوبغاړي اسلام اميري د خپل هېواد په گټه گول وکړ.

د دوه يمې نيمې لوبې په ۶۰ مه کې د افغانستان ارش هاتفي د پنالټۍ له سيمې څخه په زورور شوټ د خپلې لوبډلې په گټه دوه يم گول وواهه،خو د افغانستان له دوه يم گول ۳ دقيقې وروسته ترکمنستان هم گول وواهه.

د لوبې ۸۵ دقیقه کې فيصل ښايسته درېيم گول وواه، چې لوبه هم ورسره بيا په همدې پای ته ورسيده.

د يادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له فيليپين سره له گولونو پرته مساوي کړې وه.

Trending

Exit mobile version