لوبی

نن د افغانستان فوتسال ملي لوبډله له موزنبیق لوبډلې سره مخ کیږي

Published

on

د افغانستان فوتسال ملي لوبډله د چک جمهوریت له لوبډلې سره ۴-۴ مساوي شوې او نن ( سې شنبه) به په انترکانتینینتال فوتسال جام سیالیو کې له موزمبیق لوبډلې سره مخ شي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۲:۳۰ بجې پیل شي.

افغانستان د فوتسال په نړیوال نوملړ کې ۶۶ او موزمبیق ۷۴ ځای لري.

په انترکانتینینال فوتسال جام کې شپږ لوبډلو ( افغانستان، چک جمهوریت، موزمبیق، میانمار، تایلند او سلیمان ټاپوګان ) ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ د تایلند په پلازمېنه بنکاک کې ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version