تازه خبرونه
نن د نړۍ او افغانستان په اړه د ناتو د غړیوهېوادونو سرمشریزه جوړیږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناتو د غړیو هېوادونو مشران د نړۍ او افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کوي.
ویل کیږي، چې د افغانستان حلات د دغې ناستې په لومړیتوبونو کې راغلې دي.
په دې ناسته کې به ناتو د افغانستان په اړه د خپلو پوځي چارو ترسره کول اعلانوي.
د ناتو مشران په دې هم غږیږي، چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته کوم غړي هېوادونه به د افغان امنیتي پوځ په ښوونه او روزنه کې ونډه ولري.
دغه راز به په دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لگښتونه هم وڅېړل شي.