تازه خبرونه

نن سهار په کابل ښار کې څو چاودنو ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ نن سهار وختی شاوخوا شپږنیمې بجې یوې ډلې ناڅرګندو وسلوالو د کارته پروان په اړوند سیمه کي د هندوانو پر یوه درمسال وسلوال برید ګړی، ځاني او مالي زیانونه یې رامنځته کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ملا عبد النافع ټکور څرګنده کړې؛ دغو ناڅرګندو وسلوالو درمسال ته د وردننه کېدو مخکې پر ساتونکیو د لاسي بم  برید تر سره کړ، چي په درمسال کی ترې اورلګېدنه رامنځته شوه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو دوه کسه هندو هېوادوال، چې په دې برید کی ټپیان دي؛ له سیمې وایستل او روغتون ته ولیږدول شول.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ د دین او هېواد دښمنانو غوښتل، چي یوه موټر بم ته هم د خلګو د ګڼه ګونې په ځای کي چاودنه ورکړي، چې له نیکه مرغه موخې ته له رسېدو مخکې وچاودېد.

دغه راز په ډاګه شوې، چې یاد وسلوال په درمسال کی محاصره دی او ډېر ژر به سیمه ترې پاکه شي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه هیچا د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version