لوبی
نن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
په دې سیالیو کې، چې له یوې اوونۍ څخه دېرې غوره سیالۍ په کې ترسره شوې؛ د افغانستان یو شمېر تکړه غېږنیوونکو ګډون کړی و. دې لیګ د لوبغاړو وړتیا، ځواک او هوډ نندارې ته وړاندې کړی او په ټول هېواد کې یې د مینهوالو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
نن پنجشنبه(د زمري اتمه / د جولای دېرشمه ماښام مهال په کابل کې د افغانستان غېږنیونې لومړنی غوره لیګ د سترې پایلوبې پر ترسره کېدا پای ته رسېږي، چې په کې به د دې لیګ لومړنی اتل وټاکل شي.
په دې سیالیو کې، چې له یوې اوونۍ څخه دېرې غوره سیالۍ په کې ترسره شوې؛ د افغانستان یو شمېر تکړه غېږنیوونکو ګډون کړی و. دې لیګ د لوبغاړو وړتیا، ځواک او هوډ نندارې ته وړاندې کړی او په ټول هېواد کې یې د مینهوالو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
تمه ده، چې پایلوبه به د غېږنیونې یوه بله زړهراکښونکې شپه وي؛ د غېږنیونې پاتې تکړه لوبغاړي به د لومړي غوره لیګ د اتلولۍ جام د ګټلو لپاره لېواله نندارچیانو ته سیالي وکړي.
دغه سیالۍ په افغانستان کې د غېږنیونې د ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه کورنیو لوبغاړو ته یې د لوړې کچې سیالیو لپاره مسلکي ډګر برابر کړی او د نوي نسل غېږنیوونکو په هڅولو کې یې رول لوبولی دی.
د افغانستان د غېږنیونې لومړي غوره لیګ سیالیو تنظیموونکي تمه لري، چې د لومړني اتل د اعلان په درشل کې د دې بریالي لومړي پړاو پای به یوه نه هېریدونکې شېبه وي.
مینهوال کولی شي د کابل پر وخت د ماښام له ۶ بجو دغه پایلوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون، آریانا سپورټ او آریانا نیوز فیسبوکپاڼو څخه وګوري.