تازه خبرونه

نن په کابل کې د کانکور آزموینې دوه ورځنی بهیر پیل شو

Published

on

د لوړو زدکړو وزارت چارواکو ويلي، په کابل کې د کانکور آزموینې بهیر نن پنجشنبه د تلې ۲۱ پیل شو او سبا جمعه د تلې ۲۲ به هم روان وي.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند ويلي، د کابل په کچه سږکال د کانکور په ازموینه کې ۳۰ زره نرینه او ښځینه داوطلبو برخه اخیستې وه.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمد تقي ویلي؛ په دې دوه ورځنۍ کانکور ازموینه کې ۳۰ زره هلکانو او نجونو ګډون کړی دی.

د دې آزموینې یو شمېر ښځينه ګډونوالې وايي، چې د تحصیلي څانګو په برخه کې د انتخاب محدودیت او په راتلونکې کې د کاري فرصتونو نشتوالی سبب شوی، چې پر لوړو زدکړو بې باوره او نهیلي شي.

د کانکور ازموینې ګډونواله زحل وایي: د غوراوي محدودیت او د کاري زمینې نشتوالي اندېښمن کړي یوو او له زدکړو مو ناهیلې کوي.  

د کانکور ازموینې یوه بله ګډونواله بهشته وایي: هره ستونزه مونږ له زدکړو لرې او نا هیلې کوي؛ خو مونږ یې روانې ساتو او نجونې ځواکمنې دي. 

د کانکور یو شمېر نور داوطلبان د ازموینې له ترسره کېدو خوښ دي؛ خو وایي، له اسلامي امارت دې وړتیا او رڼښت په پام کې ونیسي، چې د چا حق تر پښو لاندې نشي.

سږکال د کانکور په ازموینه کې د هېواد په کچه ۱۵۰ زره نجونو او هلکانو ګډون کړی ​​او د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو په وینا له دغو ګډون کوونکیو څخه به ۱۱۵ زره کسان په لوړو او نیمه لوړو دولتي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو کې جذب شي.

Trending

Exit mobile version