تازه خبرونه

نهيلي او له حقایقو سترګې پټول هیڅکله سوله نه راولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۹, ۱۳۹۹)

د پنټاګون یوه پخواني چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د حقایقو ته نه پاملرنه یو خطرناک شالید رامنځته کوي.

مایکل روبین، یو نامتو امریکایي لیکوال او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پخواني چارواکي په خپله وروستۍ تحلیلي مقاله کې لیکي؛ د سولې د راوستلو تر پلمې لاندې د خلیلزاد لخوا تروریستي کړنو ته پاملرنه نه کول او بیا نور هېوادونه هم (له طالبانو سره) خبرو اترو ته رابلل؛ هیڅکله سوله نشي راوستی، بلکې په سیمه کې د جګړو د دېریدو  او وینو تویولو لامل ګرزیدلې شي.

په دې لیکنه کې هغه وايي؛ له هغې وروسته، چې زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازیو د سولې هوکړه لاسلیک کړه، تاوتریخوالی زیات شوی، کم شوی ندی.

هغه لیکلي: د خلیلزاد لپاره دا، چې په ننګرهار کې پر جنازه او په کابل کې پر یو زېږنتون  له بریدونو یې طالبانو ته برائت ورکړ، لکه د زهرو څښلو په څیر سخته شوه.

د هغه په ​​وینا، افغان چارواکو ویلي؛ دوی کره شواهد چمتو کړي، چې دا په ګوته کوي چې طالبان د جنازې پر مراسمو او د زیږدتون په بریدونو کې لاس لري؛ په داسې حال کې، چې خلیلزاد، د تحقیقاتو له بشپړیدو دمخه، له ټولو خواوو غوښتي چې د هغه پر وینا باور وکړي.

ښاغلی روبین په دې باور دی، چې د متحده ایالاتو استازی له طالبانو سره د شوي تړون د حیثیت ساتلو په موخه، غیرعادلانه قضاوتونه کوي.

هغه وايي، چې له دښمن سره خبرې اترې هیڅکله بد کار ندی؛ خو که یو خوا د سولې په لټه کې وي او بله خوا بیا جنګ جګړې ته د ډیپلوماسۍ ستراتیژي په توګه ګوري، نو هله به خبرې بریالۍ نه وي.

هغه وايي: کله، چې خبرې د یو ملت د امنیت وي، هلته تخیلي برخورد سم کار ندې او ښکاره تېروتنه ده.

هغه ټینګار کوي، چې د خلیلزاد غوښتنې له داسې یوې ډلې سره د خبرو اترو غوښتنې دي، چې د هغې په اند هندوان او نور غیرسني مسلمانان واجب القتل دي؛ دا کار د متحده ایالاتو د تروریزم ضد نورې پالیسۍ هم زیانمنوي.

هغه لیکلي، چې څومره خلیلزاد غواړي د سولې تړون بریالی شي، هومره طالبان هڅه کوي، چې دغه هوکړه له ناکامې سره مخ کړي.

 

Trending

Exit mobile version