تازه خبرونه
نهيلي او له حقایقو سترګې پټول هیڅکله سوله نه راولي
د پنټاګون یوه پخواني چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د حقایقو ته نه پاملرنه یو خطرناک شالید رامنځته کوي.
مایکل روبین، یو نامتو امریکایي لیکوال او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پخواني چارواکي په خپله وروستۍ تحلیلي مقاله کې لیکي؛ د سولې د راوستلو تر پلمې لاندې د خلیلزاد لخوا تروریستي کړنو ته پاملرنه نه کول او بیا نور هېوادونه هم (له طالبانو سره) خبرو اترو ته رابلل؛ هیڅکله سوله نشي راوستی، بلکې په سیمه کې د جګړو د دېریدو او وینو تویولو لامل ګرزیدلې شي.
په دې لیکنه کې هغه وايي؛ له هغې وروسته، چې زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازیو د سولې هوکړه لاسلیک کړه، تاوتریخوالی زیات شوی، کم شوی ندی.
هغه لیکلي: د خلیلزاد لپاره دا، چې په ننګرهار کې پر جنازه او په کابل کې پر یو زېږنتون له بریدونو یې طالبانو ته برائت ورکړ، لکه د زهرو څښلو په څیر سخته شوه.
د هغه په وینا، افغان چارواکو ویلي؛ دوی کره شواهد چمتو کړي، چې دا په ګوته کوي چې طالبان د جنازې پر مراسمو او د زیږدتون په بریدونو کې لاس لري؛ په داسې حال کې، چې خلیلزاد، د تحقیقاتو له بشپړیدو دمخه، له ټولو خواوو غوښتي چې د هغه پر وینا باور وکړي.
ښاغلی روبین په دې باور دی، چې د متحده ایالاتو استازی له طالبانو سره د شوي تړون د حیثیت ساتلو په موخه، غیرعادلانه قضاوتونه کوي.
هغه وايي، چې له دښمن سره خبرې اترې هیڅکله بد کار ندی؛ خو که یو خوا د سولې په لټه کې وي او بله خوا بیا جنګ جګړې ته د ډیپلوماسۍ ستراتیژي په توګه ګوري، نو هله به خبرې بریالۍ نه وي.
هغه وايي: کله، چې خبرې د یو ملت د امنیت وي، هلته تخیلي برخورد سم کار ندې او ښکاره تېروتنه ده.
هغه ټینګار کوي، چې د خلیلزاد غوښتنې له داسې یوې ډلې سره د خبرو اترو غوښتنې دي، چې د هغې په اند هندوان او نور غیرسني مسلمانان واجب القتل دي؛ دا کار د متحده ایالاتو د تروریزم ضد نورې پالیسۍ هم زیانمنوي.
هغه لیکلي، چې څومره خلیلزاد غواړي د سولې تړون بریالی شي، هومره طالبان هڅه کوي، چې دغه هوکړه له ناکامې سره مخ کړي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې
