سیمه ییز خبرونه
نواز شريف: سخت دريځۍ د دواړو هېوادونو لپاره سرخوګى جوړ كړى دى
د پاکستان لومړي وزير په کابل کې وويل، چې افغان ولسمشر ته يې ډاډ وركړى، چې د سولې د زميني په برابرولو كې به همكاري كوي. نواز شريف په كابل كې له افغان ولسشمر حامد کرزي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، پاکستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او د سيمې هېوادونه هم بايد په دې برخه كې همكاري وكړي.
د پاكستان د لومړي وزير په توګه د نوازشريف له ټاكل كېدو وروسته دا كابل ته د هغه لومړنى سفر دى.
نوموړي په كابل كې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په ګډ خبري كنفرانس كې وويل، چې پاكستان په افغانستان كې د ثبات او سولې لپاره همكارۍ ته تيار دى.
ده همدارنګه وويل، چې سخت دريځۍ د دواړو هېوادونو او سيمې لپاره سرخوګى جوړ كړى دى.
نواز شريف زیاته کړه، چې افغان ولسمشر ته يې ډاډ وركړى، چې د سولې د خبرو لپاره به زمينه برابروي.
افغان ولسمشر حامد كرزي په دغه خبري كنفرانس كې وويل، چې له نواز شريف سره يې د وسله والو طالبانو د پټنځايونو د له منځه وړلو په باب هم خبرې كړې دي.
په داسې حال كې، چې افغان ولسمشر له امريكا سره امنيتي تړون د سولې په برخه كې له پرمختګونو سره تړلى، خو نواز شريف وايي، چې افغانستان د خپلواك هېواد په توګه كولى شي، په دې اړوند پرېكړه وكړي.
افغان چارواكي وايي، چې د پاكستان د لومړي وزير په توګه د نواز شريف له ټاكل كېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيكې تر يوه بريده مثبت لوري ته خوځېدلي دي.
پاكستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له خبرو سره د همكارۍ په نيت د طالبانو د رهبر مرستيال ملا عبدالغني برادر او شا او خوا پنځوس نور طالب زندانيان له بنده خوشې كړي دي، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي له خوشې شويو طالب چارواكو سره په ليدنه نه دي بريالي شوي.
پر پاكستان نيوكه كېږي، چې افغان وسله والو طالبانو ته يې په خاوره كې ځاى وركړى او ملاتړ يې كوي.
