بی بی سی پښتو
نوال السعداوي: د ښځو د حقونو مخکښه فعاله چې د خطرناکو لیکنو جرات یې درلود
”هغوی ویل، ته ډېره وحشي او خطرناکه ښځه یې ”
“زه رښتیا وایم، او رښتیا وحشي او خطرناک دي. “
دا د نوال السعداوي لیکنه ده، مصري رسنۍ وایي، هغه د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر ۲۱مه ۸۹ کلنۍ کې مړه شوه.
مخکښه مصرۍ داکټره، دښخو د حقونو دفاع کوونکې او لیکواله چې لسګونه کلونه یې په خپلو داستانونو، کیسو، ژوند لیک او ویناګانو کې خپل نظریات شریکول.
د هغې په زغرده، صداقت او د ښځو د سیاسي او جنسي حقونو ټینګ ملاتړ نسلونو ته الهام بښونکی و.
خو د دهغه جرات له امله چې خطرناکې خبرې یې کولې، د ځینو د غوسې، د مرګ د ګواښونو هدف ګرځېدلې وه او ان بندي شوې هم وه.
اومنیا امین چې د نوال السعداوي ملګرې او ژباړونکې وه، په ۲۰۲۰ کې بي بي سي ته وویل:
”هغه د مبارزې له روحیې سره زېږېدلې وه. د هغې په شان خلک لږ دي. ”
نوال السعداوي په ۱۹۳۱ کې له قاهرې بهر په یو کلي کې زېږېدلې وه. کورنۍ کې له نهو ماشومانو دویمه وه.
هغې په ۱۳ کلنۍ کې خپل لومړی ناول ولیکه. پلار یې د حکومت مامور و، ډېرې پېسې یې نه درلودې، خو مور یې له یوې شتمنې کورنۍ وه.
کورنۍ یې هڅه کوله په لس کلنۍ کې یې واده کړي، خو کله چې هغې مقاومت وکړ مور یې ملاتړ وکړ.
السعداوي لیکي چې والدينو یې زدکړې ته وهڅوله، خو هغه وايي د عمر په لومړیو کې پوهېده چې د زامنو پرتله لوڼو ته لږ ارزښت ورکول کېږي.
هغه وايي په غوسه به شوه کله چې به یې انا ورته ویل ”یو هلک لږ تر لږه له ۱۵ نجونو سره برابر دی… نجونې یو مصیبت دی. ”
ډاکټر امین وايي هغې ولیدل چې یو څه سم نه دي او خپل غږ یې پورته کړ. نوال نشوای کولای خپل مخ واړوي.
نوال په خپل کتاب کې د خپل ماشومتوب یوه ترخه تجربه بیانوي چې د هېواد د ناوړه دود له مخې یې ورته په شپږ کلنۍ کې د بدن ښځینه جنسي غړي ټپي کړي وو.
‘د حوا پټ مخ ‘ په نامه خپل یو کتاب کې هغه دا بیانوي چې تشناب کې یې څنګه مور تر څنګ ولاړه وه او په دردناک ډول یې د دود له مخې د بدن ښځینه غړي ټپي کېدل.
هغې په خپل ټول ژوند کې د دغه ناوړه دود پرخلاف مبارزه کوله، استدلال یې کاوه چې دا د ښځو د ځپلو لپاره یوه وسیله ده.
دغه دود په ۲۰۰۸ کې په مصر کې ممنوع شو، خو بیا هم ډېرو خلکو ورته دوام ورکاوه چې نوال السعداوي یې غندنه کوله.
https://twitter.com/TIME/status/1235545476432191489
السعداوي په ۱۹۵۵ کې د قاهرې پوهنتون له طب پوهنځي فارغه شوه، د ډاکټرې په توګه يې کار کاوه او وروسته د روحي ناروغیو متخصصه شوه.
هغه وروسته د مصر د حکومت د عامې روغتیا د ادارې مشره شوه، خو په ۱۹۷۲ کې د خپل یو کتاب د چاپولو له امله له دندې ګوښه کړل شوه.
د ښځو او جنسي اړیکو په اړه یې یو کتاب لیکلي و او د ښځو د جنسي غړو ټپي کولو او د ښځو د جنسي ځپلو پرخلاف یې استدلال کاوه.
څو کاله وروسته یې د روغتیا مجلې بنسټ کېښود خو هغه هم په ۱۹۷۳ کې بنده شوه. خو په ډاګه د وینا کولو او لیکلو ته يې دوام ورکړ.
په ۱۹۷۵ کې هغې د یوې ښځې د رښتیني ژوند په اړه چې د مرګ سزا په انتظار ناسته وه یو داستان خپور کړ چې، ‘ښځه په صفري نقطه کې ‘ نومېد.
ورپسې یې په ۱۹۷۷ کې د حوا پټ مخ په نامه کتاب خپور شو چې د کلي د ډاکټر په توګه یې د جنسي سرغړونو، د پت وژنو او فحاشي په اړه خپل د سترګو لیدل حال او تجربې بیان کړې وې.
د ډېرو غوسه یې راوپاورله او منتقدینو د عربي ښځو په سپکاوي تورنوله.
وروسته د ۱۹۸۱ کال په سپتمبر کې، السعداوي د ولسمشر انور سادات د مخالفینو د نیولو په لړکې بندي شوه او درې میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې.
هلته یې د وریځو د سینګار پنسل په مرسته چې یوې ښځې زندان ته پټ له ځانه سره وړی و، د تشناب پر کاغذ خپلې خاطرې ولیکلې.
د السعداوي ملګرې ډاکټره امین وايي هغې به داسې کارونه کول چې نور چا یې جرات نه کاوه، خو د دې لپاره عادي خبره وه.
د مقرراتو یا قوانینو تر پښو لاندې کولو په اړه یې فکر نه کاوه، خو ريښتیا یې ویل.
د ولسمشر سادات له وژل کېدو وروسته، السعداوي له زندانه خوشې شوه. خو اثار یې سانسور او کتابونه یې ممنوع شول.
په وروسته کلونو کې ورته د مذهبي سخت دریځو لخوا د وژنې ګواښونه کېدل، محکمې ته یې شکایت وشو او بالاخره اړه شوه چې د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړه او جلاوطنه شي.
هلته یې هم پر مذهب، استعمار، او لوېدیخې ریاکارۍ بریدونو ته دوام ورکړ.
د اسلامي حجاب مخالفت یې وکړ خو د سینګار او لوڅ لباس مخالفه هم وه ، چې ان د هغې ځینې ملګرې او د ښځو د حقونو پلویانې یې هم خواشینې کولې.
کله چې د بی بي سي خبریالې زينب بداوي په ۲۰۱۸ کې د یوې مرکې په ترڅ کې ورته وویل چې خپلې نیوکې نرمې کړي، السعداوي په ځواب کې ورته وویل:
”نه! باید لانوره هم په ډاګه او تونده وغږېږم، ځکه چې نړۍ ډېره تونده ده او اړتیا ده چې خلک د بې عدالتۍ پرضد په زغرده وغږېږي. زه په لوړ اواز غږېږم ځکه چې په غوسه یم. ”
د السعداوي کتابونه د نړۍ په ۴۰ ژبو ژباړل شوي او ډېر خلک یې اغېزمن کړي. د نړۍ له ډېرو پوهنتونونو یې افتخاري تصدیقلیکونه ترلاسه کړي.
السعداوي په ۱۹۹۶ کې خپل ګران هېواد مصر ته ستنه شوه. د ۲۰۰۴ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ نومانده شوه او په ۲۰۱۱ کې یې د قاهرې د تحریر په مېدان کې د ولسمشر حسني مبارک پرخلاف پاڅون کې برخه درلوده.
خپل وروستي کلونه یې له خپل زوی او لور سره نژدې قاهره کې تېر کړل.
کله چې د مصر ورځپاڼو د هغې د مړینې خبر خپور کړ، پر فېسبوک پانه یې دا ساده پېغام په عربي ژبه لیکل شوی و:
”نوال السعداوي… په مخه دې ښه. ”