تازه خبرونه

نورالدین عزیزي په اسلام آباد کې له جلیل عباس جیلاني سره ولیدل

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړي توګه کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې کالیو، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو انتقال او نورو اړوند موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

دغه راز د  پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې جلیل عباس جیلاني له افغانستان سره د ګټورو دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې کولی شي د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال امکانات غښتلي کړي.

Trending

Exit mobile version