تازه خبرونه

نوره به مو ټولنه او سیمه له مخدره توکو ونه‌کړیږي – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د عملیاتي څانګې له مشر بو متیانس سره په لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت د مخدره توکو پر وړاندې په خپل دریځ کې “جدي” دی او اجازه به ورنکړي، چې ټولنه او سیمه مو بیا دا پدیده ورنځوي.

د بهرنیو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د مخدره توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د اسلامي امارت د اغېزمنو هڅو او لاسته راوړنو په اړه پوره بحثونه وشول.

متقي د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي وبلله او وایي، چې د هېواد ټولې ادارې او امنیتي ځواکونه په جدي توګه د دې پدیدې پر وړاندې ولاړ دي.

 هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت، د عاید قانوني سرچینو چمتو کولو او د څارویو، کرنې او د کوچنیو تولیدي پروګرامونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

هغه اندېښمن شوی؛ افغانستان ته د مخدره توکو قاچاق یو جدي ګواښ ګرځیدلی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له هېواد څخه بهر د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بو متیانس هم افغانستان ته خپل سفر اړین یاد کړ او د مخدره توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت له پرېکنده هڅو ستاینه وکړه او ترسره شوي کمپاینونه یې مثبت وارزول.

دواړو خواوو همدارنګه ټینګار وکړ، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه باید غیر سیاسي پاتې شي، د بشري همکارۍ روحیه باید وساتل شي او د مخدره توکو د مخنیوي په اړه غونډې باید عملي پایلې ولري.

Trending

Exit mobile version