د هوا حالاتو بدلونونه

نوي دیلي د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د موټرو کارول محدودوي

Published

on

رویترز راپور ورکړی، چې د هند په پلازمېنه نوي دیلي کې به راتلونکې اوونۍ د هوا د مخ پر زیاتېدونکي ککړتیا د مخنیوي لپاره د موټرو کارول محدود کړي؛ ځکه، چې له تېرو درې پرلهپسې ورځې لپاره د خطر کچه راټیټه شوې نه‌ده.

د هند د چاپېریال ساتنې وزیر ويلي: د ککړتیا د زیاتوالي له کبله به په ډیلي کې د موټرو پر ګرځېدا محدودیتونه ولګول شي.

په دې توګه به په طاق ورځو کې د طاق نمبر پلیتونو او د جفت نمبر هغو لرونکیو موټرو ته په جفت  ورځو کې د تګ اجازه ورکړشي.

رویترز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په نوي دیلي کې د هوا ککړتیا د پرله‌پسې درېیمې ورځ پورې خطرناکه بڼه لري.

د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره سم د ښوونځیو رخصتۍ د لړم تر ۱۹مې پورې غزول شوې دي.

په هند کې ځایي چارواکو ویلي، چې دوی به د نومبر له ۱۳ څخه تر ۲۰ پورې دوه ګوني قانون پلي کړي، چې د ککړتیا کچه راټیټه شي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهانو له دې مخکې ویلي وه: دغه قانون، چې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا څو ځلې له بدلونونو سره پلی شوی، د سړکونو د ګڼه ګوڼې په کمولو کې ډېر اغېزمن دی؛ خو د ککړتیا په کمولو کې ډېر غېزمن نه‌دی.

په دې ښار کې د هوا کیفیت د دوشنبې پر ورځ (د لړم پر ۱۵ نېټه) په پرله‌پسې توګه د درېیمې ورځې لپاره د اندېښنې وړ و، چې دا په پاکستان کې له لاهور وروسته د نړۍ دوه‌یم تر ټولو ککړ ښار شو.

دغه راز د هند د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۱۴نېټه) د دولتي پروژو ودانیزې چارې ځنډولی او دیلي ته یې د لاریو او درندو موټرو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

د Down Two Airs مجلې د یکشنبې پر ورځ د ۲۵ څېړنیزو مطالعاتو تحلیل وښودله، چې د هوا خراب کیفیت د ټیټ وزن زېږونونو، له وخت څخه مخکې زیږون، مړ زیږون، د پراختیا ځنډ، په ماشومانو کې د ودې محدودیت او حتا مړینې سره تړاو لري.

Trending

Exit mobile version