لوبی

نوین الحق به پر اوږه د ټپ له کبله په آسیاجام کې نه‌وي

د کرکټ بورډ  د نننۍ (دوشنبه د وږي څلیریشتمه ) خبرپاڼې له مخې؛ نوین الحق پر اوږه ټپي شوی او د درملنې لپاره به انګلستان ته سفر وکړي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۵, ۱۴۰۴

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د هېواد چټک توپ‌اچوونکی نوین الحق د ټپ  له کبله له آسیا جام څخه وتلی دی.

د کرکټ بورډ  د نننۍ (دوشنبه د وږي څلیریشتمه ) خبرپاڼې له مخې؛ نوین الحق پر اوږه ټپي شوی او د درملنې لپاره به انګلستان ته سفر وکړي.

ویل کیږي، چې عبدالله احمدزی د آسیا جام لپاره د نوین الحق ځای‌ناستی نومول شوی دی. 

د هغه نشتوالی یو کمی ګڼل کیږي؛ ځکه، چې نه یوازې د افغانستان د آسیاجام له ترټولو چټک سیالي کوونکي له لوبې ووت، بلکې په دې لوبه کې ښه ځلېدلی هم و.

عبدالله احمدزی هم د ملي لوبډلې ژمن او د نوي نسل د چټک توپ‌اچوونکی استازیتوب دی، چې په دې وروستیو کې یې خپله نړیواله لوبه کړې او د احتیاطي لوبغاړي په توګه له ودې برخمن شوی.

 

د افغانستان کرکټ بورډ له دواړو لوبغاړو ملاتړ څرګند کړی؛ د نوین د چټکې روغتیا هیله یې کړې ده.

Trending

Exit mobile version