تازه خبرونه
نوی حکومت به د اقتصادي مافیا سره جدي مبارزه وکړي
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش له اقتصادي مافیا سره د جدي مبارزه غږ پورته کړ.
نوموړیپر یاد مطلب ټینگار کوي او وایي:
حکومت به په راتلونکیو پينځه کلونو کې هر ډول تبعیض، انحصار او بي عدالتِ له منځه یوسي او له هيواد څخه به د اداري فساد لمنه ټوله کړي.
ښاغلی دانش وایي، همداشان حکومت به د ټولو ولایتونو متوازني پراختیا ته هړارخیزه پاملرنه وکړي.
شریف الله ویاند په دې اړه راپوت راکوي، چې اداري فساد،اقتصادي مافیا،تبعیض،انحصار او بې عدالتي هغه ننگونې دي، چې د کارپوهان په آند له تېرحکومت څخه د افغانستان نوي حکومت ته په میرات پاتي دي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش په هغه غونډه کې، چې د صادقي نیلي د وژل کیدو کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه وویل:
له اقتصادي مافیا او بې عدالتۍ سره جدي مبارزه د حکومت لومړیتوب دی.
له بل لوري د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت گوند مرستیال پر نوي حکومت نیوکه کوي، چې د کابینې په جوړولو کې تراوسه پاتې راغلی دی.
محمداکبري زیاتوي د کابینې په جوړولو کې ځند پر ټولو چارو منفي اغيز کوي.
دا په داسي حال کي ده، چي د افغانستان خلک له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په اقتصادي ډگرکي له انحصاري بې عدالتیو اندېښمن پاتې دي.