سیمه ییز خبرونه

نړيوال بانك د سالنگ د بديلې لارې د جوړولو لپاره مرسته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن، چې په واشنگتن كې د نړيوال بانك له مسوولينو سره په ليدنو كتنو بوخت دى وايي:

نړيوال بانك ژمنه كړې، چې له ۱۵۰ تر دوه سوه ميليون دالرو د سالنگ د بديلې لارې د جوړولو لپاره وركړي.

د فوايد عامې وزير وايي:

د سالنگ تونل، چې شاوخوا۵۰ كاله وړاندې جوړ شوى، د نن ورځې اړتياوې نه شي ځوابولاى او بايد پراخ شي او يا هم ورته بديله لار جوړه شي.

هغه زياته كړه، د هېواد په كچه د سړكونو او تونلونو د پراخولو لپاره يو ميليارد او ۶۰۰ميليون دالرو ته اړتيا ده.

نړيوال بانك د افغان دولت له سترو مرستندويه بنسټونو څخه شمېرل كيږي، چې د دې بانك د مرستو ستره برخه د هېواد د مواصلاتي لارو او واټونو په جوړولو كې لگول كيږي.

Trending

Exit mobile version