سیمه ییز خبرونه
نړيوال ځواكونه د داسې عملياتو چمتوالى نيسي، چې لس كاله به دوام وكړي
يو شمير بهرنيو رسنيو په ډاگه كړې، چې د امريكا د استخباراتو يا سي آى اى كاركونكي او ځانگړي پوځيان هغه څوك دي، چې په امريكا كې د سپټمبر د يوولسمې له پيښې وروسته په لومړي ځل افغانستان ته راغلل او ښايي وروستي امريكايي سرتېري او كاركونكي به وي، چې له افغانستان څخه ووځي .
آيساف له هغو هېوادونو، چې له حقاني شبكې سره اړيكې لري يا مرسته كوي غواړي، چې له دې وروسته دې له دغې ډلې سره خپلې مرستې بندې كړي.
له دې وړاندې ناټو هم د حقاني ډله د افغان او نړيوالو ځواكونو لپاره لوى گواښ بللى و.
دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېربهرنيو رسنيو ويلي، چې:
د امريكا د استخباراتو يا سي آى اى كاركونكي او د امريكا ځانگړي ځواكونه په افغانستان كې د داسې عملياتو د پيليدو لپاره چمتوالى نيسي، چې شاوخوا لس كاله به دوام وكړي.
د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال جمايل فريد څرگنده كړې، چې:
د يو شمېرنړيوالو رسنيو په حواله:
په افغانستان كې مېشت ډېرامريكايي سرتېري په راتلونكي كال كې له افغانستان څخه وتلو ته چمتوالى نيسي، خو د امريكا د استخباراتي شبكې يا سي آى اى كاركونكي او د دغه هېواد ځانگړي ځواكونه به په افغانستان كې د داسې عملياتو د پيليدو پرچمتوالي بوخت دي، چې شاوخوا لس كاله به دوام وكړي.
د امريكا ملي امنيت سلاكار ټام دونيلان ټينگار كړى، چې:
له ۲۰۱۴ع كال وروسته، چې افغان ځواكونه د افغانستان امنيتې مسووليتونه پخپله غاړه اخلي؛ بيا به هم په دغه هېواد كې پاتې امريكا يي ځواكونه له ترهگرۍ سره خپلې مبارزې ته ډېره پاملرنه واړوي.
پوځي كار پوه امرالله امان وايي، چې:
له ۲۰۱۴ع كال وروسته به هم په افغانستان كې د امريكا ځانگړي ځواكونه د امريكا د شخصي گټو لپاره پاتې كيږي.
دوى زياتوي، چې كه څه هم د دوى پاتې كيدل به په افغانستان كې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې مثبتې اغېزې ولري؛ خو دا ځواكونه به تر ډېره په افغانستان كې د امريكا د شخصي گټو لپاره كار وكړي.
په افغانستان كې مېشت آيساف ځواكونه هم له ۲۰۱۴ ع كال وروسته په دغه هېواد كې د خپلو ځواكونو پر حضور او له افغانستان سره په همكارۍ ټينگار كوي او له هغو هېوادونو، چې د حقاني له ډلې ملاتړكوي؛ غواړي، چې له دې وروسته دې له دغې ډلې سره خپلې هرډول اړيكې او همكاري بنده كړي.
د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاكوبسن ټينگاركوي، چې:
د حقاني له ډلې، چې هر هېواد هر ډول ملاتړ كوي بايد ودريږي . دا هغه پيغام دى، چې تېره اوونۍ مو خپور كړى دى او افغان ولسمشر حامد كرزي هم په خپلو خبرو كې له پاكستان څخه غوښتي، چې په افغانستان كې د سولې د راوستو په اړه خپل مثبت رول ولوبوي .
په دې څرگندونه كې پاكستان د حقاني له ډلې په ملاتړ تورن شوى، چې له لامله يې د افغانستان او امريكا اړيكې له پاكستان سره خرابې شوې دي.
يو شمېركارپوهان په دې باوردي، چې:
اوس هم ډېرې نورې ډلې لكه د كويتې شورا او د گلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې شته، چې پاكستان ترې ملاتړ كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دوى څخه يوه ډله هم تر اوسه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په تور ليست كې نه ده راغلې.