تازه خبرونه

نړیواله محکمه دې د اسرائیلو په اړه له ځنډ پرته پرېکړه وکړي – قاضي القضات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني پر غزې د اسرائیلو بریدونه وغندل او له نړیوالې محکمې یې وغوښتل، چې د دغو جنایتونو د دورولو په اړه چټکه پرېکړه وکړي.

د یکشنبې پر ورځ ( د  لړم ۱۴ ) د سترې محکمې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي اسرائيلو زرگونه فلسطينيان وژلي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه ویجاړ کړي او د غزې د اوسېدونکیو خوراکي مواد، اوبه، درمل او برښنا یې پرې کړې ده.

قاضي القضات څرګنده کړې، چې د اسرائيلو دغه عمل ظالمانه او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

هغه له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل، چې له فلسطينيانو سره مرسته وکړي او په دې الهي ازموينه کې بې تفاوته پاتې نه‌شي.

Trending

Exit mobile version