تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید د افغانستان بشري مرستو ته مالي سرچینې چمتو کړي – قطر

 دې هېواد د سولې او دوامداره پراختیا او د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

Published

on

د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د پراخولو لپاره اړینې مالي او تخنیکي سرچینې چمتو کړي.

 دې هېواد د سولې او دوامداره پراختیا او د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړی، چې سوله او تلپاتې  پراختیا او د افغانستان د وضعیت ښه والي دوه اړین عوامل دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د څانګې درېیم سکرټر مشعل المنصوري ټینګار کړی، چې هېواد به یې د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې ساتي.

هغه زیاته کړې؛ قطر هڅه کوي، چې د سولې په بهیر کې د افغان ښځو ګډون پیاوړی او د زدکړې او کار د فرصتونو په برخو کې د دوی حقونه ډاډمن کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې او پراخې اړیکې لري.

Trending

Exit mobile version