تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې پر اسلامي امارت فشارونه روان وساتي – لیوناردو ګارنیر

Published

on

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي سلاکار په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د محدودیت له کبله پر اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د فشارونو ساتل اړین وبلل.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي سلاکار لیوناردو ګارنیر د جمعې پر ورځ په نیویارک کې د خبري کنفرانس پر وخت د افغان نجونو پر روانو تعلیمي محدودیتونو نیوکه وکړه.

هغه دا هم ویلي، چې د نړۍ هېوادونه د افراطیت له تعلیمه خوندي نه‌دی او ملګري ملتونه باید د افغانستان په څېر هېوادونو ته پوره پام راوګرزوي.

دغه راز د یونسکو د عمومي رییسې مرستیالې ستفانیا جیانیني ویلي؛ دغه بنسټ په افغانستان کې د پوهنې وضعیت له نږدې څاري او د پوهنې د حق په ساتلو کې به خپلې هڅې روانې وساتي.

میرمن جیانیني ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي اداره (یونسکو) سږ کال د افغانستان په شاوخوا شل ولایتونو کې کار کړی او شاوخوا څلویښت زره زده‌کوونکیو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د میرمن جیانیني د څرګندونو له مخې؛ له دې ښوونیز پروګرام څخه ۶۰ سلنه ګټه اخیستونکي زده‌کوونکي نجونې دي.

هغې دا ټینګار هم کړی، چې ملګري ملتونه د نورو ډېرو وسایلو د موندلو لپاره خپلې سرچینې پر کار اچوي، چې په افغانستان کې نور ډېر خلک زده‌کړو ته لاسرسی ومومي. هغې د افغانستان په کليوالو سيمو کې د راديوګانو له لارې د ښوونيزو پروګرامونو د خپرېدو يادونه یوه بېلګه یاده کړه، چې د څرګندونو له مخې یې تر يوه بريده په ښوونځيو کې پرې اړوند تشې ډکیږي.

Trending

Exit mobile version