تازه خبرونه
نړیواله ټولنه له افغانستان سره اړیکو ته اړه ده ـ کریمي
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې، چې لګول شوي بندیزونه دې لرې شي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ کچه دې راټیټه شي او د اړیکو نوی پړاو دې جوړ شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کړی، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل رامنځته کول د ټولو خواوو په ګټه دی.
بلال کریمي پهدې اړه وايي: لکه څنګه، چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک پر رسمیت پېژندلو ته اړ دي؛ نړیواله ټولنه او د نړۍ هېوادونه هم دې (له افغانستان سره اړیکو) ته اړتیا لري. که په افغانستان کې ثبات وي، په ټولو برخو کې مونږ له ننګونو او اندېښنو څخه ژغورل کیږو، ځکه که پر ځانبسیا او پخپلو پښو ولاړ هېواد ولرو د هغې مثبتې اغېزې به په ټولو هېوادونو کې پلي شي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو پر ایستلو د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د فشار او جبر پالیسي کار نهکوي.
دا مهال د اسلامي امارت ۱۳ لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تورنوملړ کې دي او له افغانستان څخه بهر سفر نهشي کولی.
بلال کریمي ټینګار وکړ: د انزوا او د تشو د رامنځته کولو پالیسي باید پای ته ورسېږي. که مونږ په ټولو مواردو کې خبرې اترې، تفاهم او مذاکرې ولرو. هغه اندېښنې، چې شتون لري له سولهییزو لارو حل کېدای شي؛ نو غوره ده، چې ناکامي تجربې بیا تکرار نهشي.
د هېواد یو شمېر سیاستوالو ويلي، د ملګرو ملتونو له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو پر نهایستلو سربېره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په نهمنلو کې د چارسمبالي حکومت د پاتې راتلو له کبله بندیزونه اوس هم دوام لري.
له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیر ویلي وه، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ نېټه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د یو شمېر کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډو تر اوسه د پام وړ پایلې نهدي لرلې.