سوداگري

نړیوالې بې ثباتۍ د افغانستان د اقتصادي ودې کچه راټیټه کړې

په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.

Published

on

د نړیوال بانک په یوه نوي راپور کې راغلي، چې په نړیواله بې ثباتۍ کې د افغانستان د اقتصادي ودې امکانات ناڅرګند پاتې دي.

په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.

 په دې راپور کې راغلي، چې که څه هم د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول ښه کېږي؛ خو د راتلونکي لیدلوری یې ناڅرګند پاتې دی؛ ځکه، چې مالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي، سوداګریز کسر زیات شوی، او د خوړو خوندیتوب کم شوی دی. دا عواملو پر کورنیو ډېر فشار راوړي او د ټولګډونه ودې مخه نیسي.

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې وايي، چې د بهرنیو مرستو له کمښت سره – سره د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کلونو کې ۲.۵ سلنه وده کړې؛ خو دا کچه د هېواد د نفوس د ودې پر پرتله ټیټه ده.

د اقتصاد وزارت ويلي، چې د هېواد اقتصاد نازک ندی او له بندیزونو سره – سره پرمختګ لري او د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې اوس هم روانې دي.

د اقتصاد وزارت وزارت مسلکي مرستیال عباللطیف نظري وايي، چې د هېواد اقتصادي وضعیت نازک نه دی، بلکې مخ پر ښه کېدو دی.

نړیوال بانک اعلان کړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۵ کال کې د دوه‌یم پرله‌پسې کال اقتصادي وده تجربه کړي؛ ځکه، چې تر ډېره د کرنې سکټور لخوا پرمخ وړل کېږي.

د اقتصادي شنونکو د څرګندونو له مخې؛ د نفوس چټکه وده او د کډوالو راستنېدل د کار پیدا کولو او د عامه خدماتو پر وړاندې کولو لوی فشار راوړي، چې اقتصادي کمزورتیا یې ژوره کړې ده.

ویل کیږي، چې د روان کال په پیل کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ ول او پراخه خوارځواکي، چې اوس ۴.۷ میلیون ښځې او ماشومان اغېزمنوي؛ مخ پر خرابېدو ده. دې بانک دا خبرداری هم ورکړ، چې که بېړنی اقدام ونشي؛ د بشري پانګې پراختیا به نوره هم زیانمنه شي.

Trending

Exit mobile version