تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک له سولې بې برخې کړي – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني د سرتېري ملي ورځ په نمانځغونډه کې د سرتېرو د ستاینې تر څنګ ویلي، چې د افغانستان خلک سوله غواړي؛ خو څلوېښت کاله کیږي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک ترې بې برخې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني  وایي: ۴۰ کاله کیږي، چې نړیوالې ټولنې یو ستر ملت؛ له ژوندیو خلکو، روښانه تاریخ او تمدن سره د سولې له بنسټیز حقه بې برخې ساتلی دی. دا د منلو نده؛ مونږ له درناوي ډکه داسې سوله غواړو، چې د خلکو او امنیتي ځواکونو د ارادې له مخې رامنځته شي. دا سوله راروانه ده. ولې په دې خاوره کې وینې بهیږي؟ آیا زمونږ وینه سره نده؟!            

ولسمشر غني زیاتوي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز یې د کار لومړیتوب دی او په خبره یې له امنیتي ځواکونو پرته به دولت شتون ونلري.

د ولسمشر په خبره طالبان د اسلام په نوم د واک غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: د افغانستان خلکو دولت او ولسمشر غوره کړی او راتلونکی ولسمشر هم د افغانستان خلک ټاکي، چې بیا د خلکو پر اراده بدلیږي او د وخت پر پای یې هم خلک پوهیږي. 

دغه راز د ملي دفاع وزارت چارسمبالي( سرپرست) ویلي، چې افغان ځواکونه له ستونزو څخه ډک کال تېروي.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي شاه محمود میاخېل وایي، چې روان کال د طالبانو د بندیانو د آزادولو او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو پر دلیل امنیتي ځواکونو ته ستونزمن کال و.

هغه وایي: آوازې دي، چې خلک وایي؛ پسرلی به څنګه شي. مونږ ستونزې زغملي، ډېر پسرلي راغلي او تېر شوي دي؛ خلک او امنیتي ځواکونه مو له بحرانه وتلي دي. مونږ ولسمشر او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې اندېښنه دې نکوي.   

د یوه وژل شوي امنیتي مامور مور حمیده، چې زوی یې د خپل بدن غړي له وسلوالو مخالفانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي  وایي، چې زه خپله د هېواد لپاره سرښندنې ته چمتو یم. که فزیکي ځواک مې درلود له هېواده به مې خان خار کړی و.

د ملي اردو افسر  شاه زمان وایي: په هېواد ژغورنه کې مې پښه له لاسه ورکړې او په لاسونو کې مې هم سیخونه تېر شوي دي؛ خو زه مایوسه نه یم، بلکې ویاړم . که ۵۰ سلنه ځواک ولرم، بیا به هم سنګر ته ورودانګم.       

ولسمشر غني ژمنه کوي، چې په ۱۴۰۰ لمریز هجري کال کې به د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د استوګنې د زرګونه کورونو د جوړولو بهیر پیل شي.

Trending

Exit mobile version