نړۍ
نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۲ کال کې ۱۰۰ ټریلیون ډالرو پورته شي – راپور
د یکشنبې پر ورځ رویټرز په ډاګه کړې، چې د نړۍ اقتصادي تولید به په راتلونکي کال کې د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ ټریلیون ډالرو ډېر شي.
په راپور کې راغلي؛ د چین اقتصاد به د تمې خلاف له هغې لږ وځنډیږي، چې د امریکا د اقتصادي ودې لوړی ځای ونیسي.
د بریتانیې سیبر شرکت وړاندویېنه کړې، چې چین به پر ۲۰۳۰ کال د نړۍ ترټولو لوړ اقتصاد لرونکی شي؛ خو د تېر کال د نړیوال اقتصادي لیګ په راپور کې له وړاندویېنې دوه کاله وروسته شو.
سرچینې زیاته کړې، چې هند په راتلونکي کال کې له فرانسې او بیا په ۳۰۲۳ کې بریټانیا د نړۍ د شپږم لوی اقتصاد په توګه خپل ځای بېرته ترلاسه کړي.
د سیبر مرستیال مشر ډاګلاس مک ویلیامز ویلي؛ د ۲۰۲۰ لسیزې لپاره مهمه مسله دا ده، چې د نړۍ اقتصاد له انفلاسیون سره څنګه مقابله کوي، چې دمګړۍ په امریکا کې ۶ اعشاریه اته سلنې ته رسیدلی دی.
نوموړي ویلي؛ مونږ هیله لرو، چې پر نسبتاً معتدل تعدیل به نړۍ په ۲۰۲۳ یا ۲۰۲۴ کې د بحران لپاره ځان چمتو کړي.
راپور ښیې چې آلمان په ۲۰۳۳ زېږدیز کال کې د اقتصادي محصولاتو له مخې جاپان ته د رسیدو په لاره کې دی.
روسیه کولی شي تر ۲۰۳۶ کال پورې په ۱۰ غوره اقتصاد کې راشي او انډونیزیا به په ۲۰۳۴ کې نهم ځای ته لاره ومومي.