تازه خبرونه

نړیوال بانک او م.م د افغانستان له پروژو څخه د مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له نړیوال بانک سره د بشري، اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا د نوښتونو د ملاتړ لپاره د ۲۰ میلیون دالرو پر ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د پنجشنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۳) په ډاګه کړې، چې دغه تړون د افغانستان په اته زونونو کې ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي: نوې ملګرتیا به له نادولتي موسسو (NGOs) او مدني ټولنو په کاري چاپېریال کې د وړتیا لوړولو مناسبه زمینه برابره کړي او له چټکو اغېزو سره به له پروژو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مرستیالې ثریا بوزوروکووا له نړیوال بانک څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې له نادولتي موسسو او مدني بنسټونو سره پیوستون او ملاتړ ښودلی او په داسې حال کې، چې دوی ورته ډېره اړتیا لري؛ مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، چې د اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د لسیزو تجربو او تخصص له مخې غواړي د چټکو معلوماتو، ونډې او د پروژو د طرحې په برخه کې د هغوی د وړتیاوو پر بنسټ ۴۰۰ نادولتي موسسې او مدني ټولنو بنسټونه وټاکي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د چټکو اغېزو لرونکیو پروژو موخه به د معلولیت لرونکیو خلکو په ګډون د زیان منونکیو او وروسته پاتې ټولنو لپاره روغتیا، پوهنې، کرنې، د خواړو خوندیتوب او د ژوندانه فعالیتونو ته د لاسرسي زیاتوالی وي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په دې باور دی، چې په افغانستان کې د اوږدو جګړو له کبله نادولتي موسسو او مدني بنسټونو د افغانستان په لریو پرتو سیمو کې د بشري خدمتونو او پراختیايي فعالیتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی.

Trending

Exit mobile version