تازه خبرونه
نړیوال بانک د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر نیمګړو پروژ بیا کار نهکوي
د دې وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده نن(پنجشنبه د زنري دوهیمه) د کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په خبري ناسته کې ویلي، چې دوی د نړیوال بانک له استازو سره په څو غونډو کې د دې پروژو د کار د دوام مسله راپورته کړې؛ خو مثبت ځواب یې ندی ترلاسه کړی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې نړیوال بانک تر دې دمه په دې وزارت کې د خپلو نیمګړو پروژو د بیا پیلولو لپاره هوکړه نده کړې.
د دې وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده نن(پنجشنبه د زنري دوهیمه) د کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په خبري ناسته کې ویلي، چې دوی د نړیوال بانک له استازو سره په څو غونډو کې د دې پروژو د کار د دوام مسله راپورته کړې؛ خو مثبت ځواب یې ندی ترلاسه کړی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د نږدې ۱۸۰۰ پراختیایي پروژو کار پیل شوی، چې ځینې یې بشپړې شوي او یو شمېر نورې یې اوس هم د پليکېدو به حال کې دي.
په یادو شویو پروژو کې د اوبو رسولو، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړول، استنادي دیوالونه او کلیوالي سړکونه شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو دا هم ویلي، چې واخان د افغانستان یو له مهمو او سټراټیژیکو سیمو څخه دی او په دې سیمه کې د سړک جوړولو کار پرته له کوم خنډ روان دی. تر اوسه پورې د دې سړک ۴۹ کیلومټره بشپړ شوی او پاتې برخې به یې هم ژر بشپړې شي.
په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۳ کوچنیو اوبو بندونو جوړول، د کندهار ولایت په سپین بولډک کې د څو زره مټرو پر اوږدوالي د دیوال جوړولو بشپړول او په بادغیس ولایت کې د اوبو رسولو پروژه د دې وزارت نورې مهمې لاسته راوړنې دي.
د وړاندې شوي راپور له مخې، تېر کال د وزارت د پروژو ټول لګښت ۸۳۷ میلیون افغانیو ته رسېدلی.
