تازه خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ له دوام خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په اړه د بروکسل د کنفرانس په درشل کې نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ د دوام خبر ورکوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې په یوه بیان کې، چې پرون خپور شو د نړیوال بانک د مرستیال مشر کایل پیترز له قوله لیکي؛ نړیوال بانک په دې حساسو شېبو کې د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او د افغانستان د حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

د نړیوال بانک په اړه ویل شوي، چې د نړیوال بانک ګروپ د کاسا زر په نوم له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د انرژۍ د لېږد له پروژې سره نږدې شپږ میلیون دالر بلاعوضه مرسته منظور کړې ده.

دغه راز زیاته شوې، چې د ښاغلي پیترز له قوله نړیوال بانک په تېرو دوه کلونو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو او د بروکسل کنفرانس ته یې د تیاریو ستاینه کوي.

ښاغلی پیترز ټینګار کړی، چې د افغانستان دولت د بروکسل له کنفرانسه مخکې او وروسته د اساسي پالیسو په برخه کې د اصلاحاتو تطبیق ته باید ژمن وي او په څو وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.

Trending

Exit mobile version