تازه خبرونه

نړیوال او کورني څارونکي به له ټاکنو محدوده څارنه ولري-ټاکنڅاري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر ټاکنڅاري بنسټونه اندېښنه ښیي او څرګندوي؛ نړیوال او کورني څارونکي به په پراخه توګه ټاکنې ونشي څارلی او دا کار به د ولسمشرۍ د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی؛ خو تر اوسه روښانه نده، چې څومره نړیوال او کورني څارونکي به ټاکنې وڅاري.

ځینې نړیوال څاروونکي تر اوسه ندي حاضر شوي، چې د تاکنو د څارنې لپاره څارونکي را ولیږي او یو یې هم اروپایي ټولنه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، د نړیوالو څارونکیو شتون او یا نه شتون نشي کولی د ټاکنو لپاره قانوني ستونزه را منځته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله ویلي، چې پوره معلومات نلري؛ خو که څارونکي شتون هم ونلري په ټاکنو کې کومه قانوني تشه نه رامنځته کیږي او نه د ټاکنو رڼښت زیانمنولی شي.           

د نړیوالو څارونکیو تر څنګ د کورنیو څارونکیو شمېر هم محدود دی؛ ځکه، چې کورني څارونکي له مالي ستونزو سره مخ دي. له همدې کبله ویل کیږي، چې د ټاکنو څارنه په سم ډول نشي تر سره کیدی.

د افغانستان د ټاکنو د څار غړي حبیب الله شینواري ویلي، چې ټاکنڅاري به پراخ او بشپړ شتون ونلري؛ ځکه لږ ولایتونه او لږې ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې راشي. د مالي سرچینو د نشتوالي له کبله نشو کولی، چې پراخه څارنه ولرو.             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون همکار بنسټونه هم وایي، که د را روانو ټاکنو سمه څارنه ونشي؛ مشروعیت به یې تر پوښتنې لاندې راشي.

په کابل کې د آسیا بنسټ استازی عبدالله احمدزی وایي، چې د لیدنې او څارنې ستونزه شته او مونږ به ونشو کولی، چې ټول مرکزونه تر پوښښ لاندې راولو او د ټاکنو مشروعیت ډاډمن کړو.          

ځینې څارونکي باوري دي، چې نړیواله تولنه په افغانستان کې د تلې د شپږمې له ټاکنو سره چندان لیوالتیا نلري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو تر سره کول اړین دي. ان که نړیوال څارونکي هم شتون ونلري.

خبریال: باعث حیات

 

Trending

Exit mobile version