تازه خبرونه

نړۍ افغان ولس ته شا اړولې – د ناروې کډوالو شورا

د ناروې کډوالو شورا د هغې خبرپاڼې له مخې؛ له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو او ډیپلوماټانو د وتلو د پېنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړې ویلي، چې میلیونونه افغان ملکي وګړي له مخ پر خرابېدونکو بشري شرایطو سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم د کمېدا په حال کې دي.

Published

on

 

د ناروې کډوالو شورا (NRC) د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی. په داسې حال کې، چې د ناټو هېوادونو د افغانانو د ملاتړ ژمنې هېرې کړې دي.

د ناروې کډوالو شورا د هغې خبرپاڼې له مخې؛ له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو او ډیپلوماټانو د وتلو د پېنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړې ویلي، چې میلیونونه افغان ملکي وګړي له مخ پر خرابېدونکو بشري شرایطو سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم د کمېدا په حال کې دي.

د دغې شورا د څرګندونو له مخې، له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا له شپږ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډ هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له اقلیمي بدلونونو، سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو له کبله پر زیانمنو خلکو فشار نور هم زیات کړی دی.

د ناروې کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلینډ ویلي:« ناټو هېوادونو له افغان نجونو او هلکانو سره خپلې ژمنې هېرې کړي او افغان ملکي وګړو ته یې شااړولې ده.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو د بودجې کمېدا مرستندویه ادارې اړ کړي، چې د زیانمنو افغان کورنیو لپاره د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي مرستو کچه راکمه کړي.

د ناروې کډوالو شورا ویلي، میلیونونه بېرته راستانه شوي کسان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او اړ دي، چې خپل ژوند له سره جوړ کړي. د دغې شورا د څرګندونو له مخې، تر ۷۳ سلنې پورې بېرته راستانه شوي کسان بې‌روزګاره دي او د کار او عاید لپاره ډېرې لږې زمینې لري.

ایګلینډ ویلي:« سرپناه او د معیشت ملاتړ د بېرته راستانه شویو کسانو له تر ټولو مهمو اړتیاوو څخه دي.» هغه زیاته کړې، چې ډېرې کورنۍ د مناسب استوګنځي په موندلو او خپلو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

افغان چارواکي پلان لري، چې بېرته راستانه شویو کسانو ته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو د یوې مهمې برخې په توګه ځمکې ووېشي؛ خو د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د بېرته راستانه شویو کسانو ډېر شمېر، د ځمکو د وېش پېچلې کړنلارې، د پانګونې کموالی او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالی د هغوی بېرته ادغام ستونزمنوي.

د ناروې کډوالو شورا همداراز خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د بشري مرستو لپاره بودجه راکمه شوې ده. د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان په ۲۰۲۱ز.کال کې نږدې ۹۶ سلنه تمویل شوی و؛ خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د تمویل کچه ۴۲ سلنې ته راټیټه شوه. د روان کال تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه اړینې مرستې برابرې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې پراختیايي پانګونه زیاته او د اوږدمهالو حللارو او بیا رغونې ملاتړ وکړي.

دغې شورا له نړیوالو لوریو هم غوښتي، چې له افغان چارواکو سره خبرې او همکاري وکړي او سیاسي مسایل د زیانمنو خلکو د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو د ترلاسه کولو مخه ونه نیسي.

 

Trending

Exit mobile version