تازه خبرونه

نړۍ باید افغانستان هېر نه‌کړي- د سره صلیب کمیټه

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.

Published

on

د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه لوړپوړې چارواکې ویلي، افغانستان د خلکو له«سختو اړتیاوو» سره-سره د نړۍ په اجنډا کې کم‌رنګه شوی او نړیواله ټولنه باید افغان ټولنه یوازې پرېنږدي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې یاسمین پراز ډسموز، له فرانسې خبري آژانس سره په کابل کې د خبرو پر مهال ویلي؛ د افغانستان وګړي د ژوندي پاتې کېدا لپاره له جدي ستونزو او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دي او د هېواد روغتیايي نظام اوس هم له سخت فشار سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې یو میلیون افغان ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیون نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

افغانستان اوس هم په ټوله نړۍ کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پېنځه سترو عملیاتي ماموریتونو په ډله کې دی؛ خو د بودجې کمښت دغه بنسټ اړ کړی، چې د خپلو فعالیتونو په اړه سختې پرېکړې وکړي.

پراز ډسموز ویلي:« د افغانستان خلک ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»

د سره صلیب نړیواله کمیټه په ټول افغانستان کې له ۴۶ روغتیايي او د بیارغونې اووه مرکزونو سره مرسته کوي او روغتیايي او بیارغونې خدمتونه وړاندې کوي، چې د شخړو یا ناچاوده مهماتو له کبله ټپیانو ته هم په کې خدمتونه ترسره کوي.

دغه بنسټ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت خلک هم لومړیتوب ګڼي او پر هغو کسانو راڅرخیږي، چې د افغانستان او پاکستان له شخړو زیانمن شوي دي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، د کرښې دواړو غاړو له ښکېلو لوریو سره د تعامل وړتیا دې بنسټ ته اجازه ورکوي، چې د کرښې په اوږدو کې له مېشتو ټولنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د تېر کال له اوکټوبر راپدېخوا ورو ورو زیاته شوې او تر پسرلي پورې یې دوام وکړ، چې له کبله یې په افغانستان کې زرګونه کسان بې‌ځایه او سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

پراز ډسموز هم د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له لومړنیو زده‌کړو وروسته زده‌کړو او ځینو دندو ته د لاسرسي د محدودېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې ویلي، د سره صلیب نړیواله کمیټه کولی شي خپلې ښځینه کارکوونکې د روغتیايي ملاتړ په برخه کې وساتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو مخنیوی به اوږدمهاله پایلې ولري.

هغې ویلي:« اصلي اندېښنه دا ده، چې وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل زده‌کړې ونه‌کړي، بیا به یې بدیل نه‌وي.»

نوموړې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د خدمتونو د وړاندې کولو او ښځو ته د نږدې کېدا لپاره د هغوی شتون اړین دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عملیاتو مشرې افغانستان ته د خپل یو اوونیز سفر پر مهال د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

هغې ویلي:« مهمه دا ده، چې له هغوی سره تعامل او خبرې وکړی شو.»

اسلامي امارت د ۲۰۲۱ز. کال په اګست کې بېرته واک ته ورسېد او اوس هم په نړیواله کچه د اړیکوله انزوا سره مخ دی؛ روسیه یوازنی هېواد دی، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

Trending

Exit mobile version