د هوا حالاتو بدلونونه

نړۍ ته ور پېښې اقليمي ننګونې له همغږۍ او ګډ کار پرته د حل وړ ندي – اسلامي امارت

Published

on

په داسې حال کې، چې د نړۍ مشران د دوشنبې په ورځ په مصر کې د اقلیمي بدلون په اړه د خبرو اترو لپاره غونډه کوي؛ اسلامي امارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د اقلیم د بدلون د ویجاړونکيو اغیزو د مخنیوي لپاره د بېړنيو ټولنیزو هڅو غوښتنه وکړه.

افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې لپاره یو له لږ چمتو شويو هېوادونو څخه دی؛ خو په نړۍ کې له اقلیمي ګواښونو سره مخ شپږم  اغېزمن ځای دی.

افغانستان له مخکې څخه طبیعي پیښو ځپلی؛ د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته زیان رسېدلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیم د بدلون د اووه اویشتمې سرمشریزې ترسره کول په نړۍ کې د اوسني اقلیم ننګونو ته د حل موندلو په لور لومړی ګام ګڼي.

د اسلامي امارت په څرګندونو کې راغلي: د اقلیم د بدلون اغېزې سیاسي پولې نه پېژني؛ د حل لارې یې باید له سیاسي ملحوظاتو خپلواکې وي او د افغانستان په څیر هېوادونه، چې د اقلیم د بدلون په برخه کې هیڅ ډول منفي ونډه نلري؛ خو له منفي اغیزو سره یې مبارزه کوي، باید له پامه ونه غورزول شي.

د افغانستان اسلامي امارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د اووه ویشتمې سرمشريزې جوړېدل نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو راایستلو پر لور لومړنی ګام بولي او باور لري، چې ګډې ننګونې له تفاهم، همغږۍ او ګډ کار پرته اوارېدلی نشي.

اسلامي امارت دا هم ویلي، چې یوازې سږ کال افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو له کبله د دوه میلیارد دالرو پر ارزښت زیانونه لیدلي دي.

د دې زیان د جبرانولو، د نورو احتمالي زیانونو د کمولو او په هېواد کې د اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره د ګواښمنو ټولنو د ټینګار د زیاتولو ترڅنګ، زمونږ د ملي لومړیتوبونو په رڼا کې د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستې اړینې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې هم په ډاګه کړې، چې دغه هېواد له دې مخکې هم له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه شته ګواښونه د کرنې پر معیشت د افغانانو د زیاتې تکیه، د افغانستان نازک ایکوسیستم، د چاپېریال خرابوالی، کمزوری ټولنیز-اقتصادي پرمختګ او له څلور لسیزو څخه د ډېرو جګړو اغېزو د اقلیم د سختې زیانمننېدو بنسټ ایښی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه همغږي کوونکي داکتر رامیز الکبروف ویلي: دا عام افغانان دي، چې د دې ټکانونو په صورت کې تر ټولو ډېر زیانمن کیږي.

هغه زیاته کړې: اوس د افغانستان لپاره اقدام ته اړتیا ده. مونږ په تمه پاتې کېدی نشو؛ د افغانانو د زغم کاسه نوره ډکه شوې ده.

د اقلیمي بدلون ۲۷ ناسته د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې ترسره کیږي او بیا به د نومبر تر ۱۸ د وزیرانو تر غونډې روانه وي. دا به د ۱۱۰ دولتونو او حکومتونو د مشرانو راټولېدل وي.

د چینایي مشر ژی جینپینګ د پام وړ نشتوالي سره، چې هېواد یې په نړۍ کې د شنوخونو ګازونو ترټولو ډېر ککړوونکی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایدن، چې هېواد یې د لوړ ککړوونکیو په نوملړ کې دوه یم ځای لري؛ د دې اوونۍ په وروستیو کې به له اړوند ناستې سره یوځای شي.

Trending

Exit mobile version