تازه خبرونه

نړۍ دې د افغان نجونو د زدکړې بهیر خوندي کړي – ملالې یوسفزۍ

Published

on

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ کال پاکستان کې له ښوونځي څخه د وتلو پر مهال تر وسلوال برید لاندې راغلې؛ د جمعې پر ورځ (د سپټمبر ۲۴) یې له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال د افغان میرمنو له حقونو ملاتړ څرګند او جوړجاړی ونکړي.

نوموړې په داسې حال کې دا غوښتنه کړې، چې د نړۍ هېوادونه او ټولنې له اسلامي امارت سره همکاریو ته لومړني ګامونه اخلي.

څلیریشت کلنې یوسفزۍ ویلي؛ اندېښمنه ده، چې نوی حکومت به افغان میرمنې د کار او زدکړې له فرصتونو بې برخې کړي. لکه څرنګه یې، چې ۲۰ کاله مخکې له پامه غورزولې وې او هغه مهال یې له محرم پرته میرمنو ته ان د تګ راتګ اجازه هم نه ورکوله.

یوسفزۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغان نجونو د زدکړې په اړه ویلي؛ مونږ نشو کولی د ښځو د حقونو او د هغو د انساني کرامت د ملاتړ په اړه جوړجاړی وکړو.

هغې زیاته کړې؛ اوس د دې وخت دی، چې د زدکړو د حق له ژمنې ملاتړ وشي او د افغان میرمنو حقوق تضمین کړو.

د نړۍ یو شمیر مشرانو لا دمخه ژمنه کړې، چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې به د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره هڅې وکړي؛ خو معلومه نده، چې دوی به دا کار څرنګه تر سره کوي؟!

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له لومړي ټولګي څخه تر شپږم هغه پورې نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړې او ژمنه شوې، چې په راتلونکې کې به د نورو زدکړو او کار زمینه هم ورته برابره شي.

Trending

Exit mobile version