مهم خبرونه

نړۍ دې د بې بنسته اندېښنو پر ځای رسمی تعاملات پیل کړي

Published

on

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو اندېښنې د خپلو سیاسي موخو لپاره راپورته کړې دي.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ټولنو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې زیاتې کړي؛ خو اسلامي امارت دغه اندېښنې بې بنسټه او له حقیقته لرې ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره داسې مسایل راپورته کوي.

ذبیح الله مجاهد د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه دې د بې بنسټه اندېښنو پر ځای له ا.ا سره رسمي تعاملات پیل کړي؛ ځکه نړۍ او نوی افغان حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.

د تېر کال د زمري پر څلیریشتمه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د ملګرو ملتونو، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو، د بشري حقونو نړیوالو ټولنو د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه د غونډو د جوړولو له لارې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ښځې او میرمنې په افغانستان کې حقوق لري او اسلامي امارت له نړۍ غواړي، چې د بې ځایه اندېښنو پر ځای له نوي افغان حکومت سره رسمي تعامل وکړي.
له لس میاشتو څخه په کمه موده کې د اسلامي امارت له هڅو سره سره د افغانستان نوی حکومت اوس هم نړیوال مشروعیت ندی ترلاسه کړی. داسې مشروعیت، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په ګډون د نړیوالې ټولنې له شرایطو سره تړاو لري.
د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي، په اوسنيو حالاتو کې نوي افغان حکومت ته پکار ده، چې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د نړيوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.
اسلامي امارت په داسې حال کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه نړیوال راپورونه او اندېښنې ردوي، چې له څو میاشتو راپدیخوا د منځنۍ او ثانوي دورو زدکوونکي د زدکړو له حقه بې برخې شوي او څرګنده نده، چې ښوونځي به کله د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version