تازه خبرونه
نړۍ دې له اسلامي امارت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي
اسلامي امارت د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي او نورو هېوادونو څخه غواړي، چې پر اسلامي امارت فشارونه راکم او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي.
د اسلامي امارت ویاند په کابل کې له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لېواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونه تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه ندی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ پر امریکا، اروپايي هېوادونو او نورو غږ کوو، چې پر اسلامي دولت فشارونه راکم کړي او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي. مونږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله یوو، چې له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړو او له امریکا سره د افغانستان د ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
ذبیح الله مجاهد امریکا په پرلپسې ډول د دوحې له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری به د هیچا لپاره ښې پایلې ونلري. مجاهد له لویو قدرتونو غوښتي، چې د وړو مسایلو په راپورته کولو سره خنډونه جوړ نکړي او پرېږدي، چې نړۍ افغانستان پر رسمیت وپېژني.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ځينې عناصر نه غواړي، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې جوړې شي.
هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د تخریبي فعالیتونو تر اغېز لاندې را نشي او له نوي افغان حکومت سره د خپلو ځانګړیو ستراتیژیو پر بنسټ خپلې اړیکې تنظیم کړي.
