تازه خبرونه

نړۍ په اسلامي امارت کې د ۱۵ خاینانو ځای پر ځای کول غواړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۰)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي مولوي شهاب الدین دلاور د سې شنبې پر ورځ د کب پر ۱۰ د دوحې تړون د دوه یمې کلیزې نمانځغونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ نړیوالې ټولنې د تېر رژیم د ۱۵ کسانو نوملړ ورکړی، چې له رسیت پېژندنې سره دې په حکومتي جوړښت کې ځای پر ځای شي.

نوموړي څرګنده کړې، چې په لومړي سر کې د اته کسانو نوملړ و، بيا ١١ شو او اوس ١٥ ته رسېدلی دی.

مولوي دلاور وړاندیز کړی، چې دا غوښتنه د منلو نده؛ ځکه، چې په نوملړ کې نیول شوي کسان خاینان دي.

هغه دا هم ویلي، چې دا ډول غوښتنه یوازې هغه وخت د غور وړ کېدای شوه، چې اسلامي امارت د دوی د سیاسي بهیر له لارې واک ترلاسه کړی وای.

مولوی شهاب الدین دلاور ويلي، چې د اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت هڅې تر سره کړي او د تېر حکومت ډېري مامورين د ښځو په ګډون خپلې دندې ترسره کوي.

مولوي شهاب الدین دلاور دا هم ویلي: امریکا د خبرو پر مهال په افغانستان کې د څو اډو پر لرلو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې که دا کار ونشي دا هېواد به ووېشل شي یا به بله سوریه شي؛ خو مونږ ورته وویل، چې هېڅ به نه کېږي.

د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ اسلامي امارت او امریکا د قطر په دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل.

دغه راز مولوي عبدالسلام حنفي د غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړه، چې د دوحې د هوکړې له مخې اسلامي امارت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاریږي او دا یې د ژمنې بنسټیزه غوښتنه ده.

د اسلامي امارت چارواکو پدې مراسمو کې ویلي، چې دوی په تړون کې راغلې ټولې خپلې ژمنې پوره کړې؛ خو امریکا له تړون څخه پرلپسې سرغړونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر خلکو په ځانګړي ډول مسلکي شخصیتونو او ځوانانو غږ وکړ، چې له هېواده ونه وځي. هغه وایي، اوس پوهنتونونه پرانيستل شوي او زدکوونکي بايد زدکړې وکړي.

Trending

Exit mobile version