سیمه ییز خبرونه

نږدې پنځه سوه ميليون ډالره بودجه د سړكونو جوړولو ته په پام كې نيول شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فوايد عامې وزارت په افغانستان كې د سړك جوړولو د خصوصي شركتونو له فعاليت څخه شكايت كوي. د فوايد عامې وزير وايي، زيات شمېر شركتونه لازمه وړتيا نه لري، چې واټونه جوړ كړي، او دا چاره د دې سبب شوې، چې سړكونه بې كېفيته وي.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن آريانا تلويزيون ته وويل، د افغانستان د لويي عمومي لارې پاتې كار، چې درې سوه كيلو مترو ته رسېږي او د فارياب ولايت د قيصار له ولسوالۍ څخه د هرات تر لامان سيمه را نغاړي، ورو پر مخ ځي.

دى وايي، بهرني ودانيز شركتونه، چې د دې لويي لارې د جوړېدو مسئوليت لري، كه د دې لارې كار د پخواني پلان له مخې تر يوې راتلونكې مياشتې پورې بشپړ نه كړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ښاغلي اوژن همدارنګه زیاته کړه، چې په روان كال كې نږدې پنځه سوه ميليون ډالره اختياري او غېر اختياري بودجه د افغانستان د سړكونو جوړولو ته په پام كې نيول شوې.

د فوايد عامې وزير وايي، له بده مرغه د سړك جوړولو ډېرى شركتونه لازمه تجربه نه لري.

د شمېرو له مخې، د فوايد عامې وزارت او مرستندويه هېوادونو په وروستيو يوولسو كلونو كې په افغانستان كې څه باندې اووه زره كيلومتره سړكونه په پاخه او اساسي ډول، نږدې شل زره كيلو متره واټونه په جغلي او خاورين ډول جوړ كړي دي، خو تل هېوادوالو د دې واټونو پر كيفيت اندېښنه ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version