تازه خبرونه

نږدې ۸۰ زره افغان ماشومان تېره میاشت له ایران څخه راستانه شوي

دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د راستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالي د مرستې هڅې اغېزمنې کړي دي.

Published

on

د ماشومانو ژغورنې بنسټ ویلي، چې د جون په میاشت کې نږدې ۸۰ زره افغان ماشومان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې د راستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالي د مرستې هڅې اغېزمنې کړي دي.

د ماشومانو ژغورنې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په راستنېدونکو ماشومانو کې ۶ زره ۷۰۰ بې سرپرسته دي او نږدې ۳۹ سلنه یې جبري ایستل شوي دي.

د کډوالو په راستنېدا کې زیاتوالی له هغې وروسته چټک شو، چې ایران د مارچ پر شلمه څرګنده کړه؛ د افغانانو لپاره به د قانوني استوګنې شرایط سخت کړي. دا اقدام کولی شي تر ۴ میلیون پورې د افغانانو د شړلو لامل شي.

یوازې په جون کې نږدې ۲۲۳ زره افغانان د اسلام‌کلا  له پولې افغانستان ته رادننه شول، چې په می کې له ۸۶ زره څخه د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې پیل هم د کډوالو د راستنېدا په شمېر کې زیاتوالی راوستی دی. د جون پر شپږویشتمه له ۳۶ زره څخه ډېر افغانان افغانستان ته راغلل، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه د راستنېدونکو تر ټولو لوړه شمېر دی.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ یوه کارکوونکي ویلي: “د ماشومانو او کورنیو وضعیت ښه ندی. دوی د شنه آسمان تر لمر لاندې بې سرپناه پراته دي. ځینې کورنۍ تر دوه شپو پورې دلته پاتې دي. دوی کافي خواړه نلري او اندېښمن دي. په ایران کې دوی ښوونځي ته تلل. اوس دوی له ناڅاپي بېړني حالت سره مخ دي. ډېری یې وېره او خفګان لري؛ ځکه، چې د دوی وروڼه او خویندې اوساهم په ایران کې پاتې دي.”

افغانستان اوسمهال د داخلي بې ځایه شویو له لوی نفوس سره مخ دی، چې اټکل کیږي ۴.۲ میلیون دي.

له ماشومانو ملاتړ بنسټ چارواکې سمیرا سید رحمان ویلي: “ډېری افغان ماشومان له ایران څخه څه نا څه تش لاس راوتلي او کورنۍ یوازې له هغه څه سره له پولې راتېریږي، چې دوی یې لېږدولی شي.”

دوی ستړي شوي، وېره لري او ډاډه ندي، چې څنګه په داسې یو هېواد کې ژوند وکړي، چې دمخه د لوږې، فقر او د مرستو د پراخ کمښت له پایلو سره مبارزه کوي.

هغې زیاته کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي او نړیواله ټولنه باید اوس ډاډ تر لاسه کړي، چې افغان ماشومان او کورنۍ بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي.

Trending

Exit mobile version