تازه خبرونه
نیوزیلینډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه
د نیوزیلینډ دفاع وزارت پرون (دوشنبه د وري ۹) په خپله ویب پاڼه کې په ډاګه کړې، چې د دغه هېواد سرتېرو له دوه لسیزو وروسته په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته رسولی او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه هېواد ځواکونو پرون په افغانستان کې د دغه هېواد بیرغ د یو لړ ځانګړیو مراسمو پر مهال راټیټ کړ.
د نیوزیلینډ دفاع وزارت ويلي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ۳۵۰۰ سرتېرو په افغانستان کې خدمت کړي دي.
دغه وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د دوی ماموریت تر ټولو اوږد وخت نیولی و.
د نیو زیلینډ دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د نیوزیلینډ لس سرتېري وژل شوي دي.
د نیوزیلینډ یوه جګپوړي چارواکي څرګنده کړې، چې د دوی شپږ سرتېرو په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی.
دغو سرتېرو د افغان ځواکونو روزنه تر سره کوله او د وخت په تېریدو سره د دوی رول له روزنې څخه څارنې ته اوښتی و.
دا په داسې حال کې ده، چې آلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځولی او د امریکا ولسمشر ویلي؛ له تخنیکي پلوه دا سخته ده، چې سرتېري یې لههوکړې سره سم تر می پورې له افغانستان څخه ووځي.