سیمه ییز خبرونه

نیپال د Gen Z د وژل شوو د جنازو دولتي مراسم ترسره کړل

مقامات ارشد حکومتی، از جمله وزیر انرژی کولمن غشینگ و وزیر امور داخله و عدلیه اوم پراکاش آریال، در این مراسم حضور یافته و شخصاً اجساد قربانیان را با بیرق ملی پوشاندند.

Published

on

نیپال د سې‌شنبې پر ورځ په نسل‌زیډ یا Gen Z لاریونونو کې د وژل شویو ځوانانو د جنازو دولتي مراسم داسې ترسره کړل، چې د دې هېواد په تاریخي پاڅون کې د کورنیو د غم او زغم ښکارندویي کوي.
 

د جنازې مراسم د د مهاراج ګنج د تدرسي پوهنتون روغتون له اړوند سیمې پیل شول، چې مړي په کې د طبي کتنو لپاره ساتل شوي وه او بیا د پلازمېنې له بېلابېلو لارو پشوپټی آریاګاټ ته ولېږدول شول.

د لارې په اوږدو کې په زرګونه خلک د درناوي لپاره راټول شول؛ جسدونه، چې پر ملي بیرغ پوښل شوي وه پر رسمي بڼه د حکومت له‌خوا د درناوي وړ قربانیان وپېژندل شول، چې ځوان نسل د نیپال د ننګوونکې ډیموکراسۍ د سیاسي فعالانو له تېرو نسلونو تر څنګ دروي.

د روغتون په انګړ کې کورنیو له خپلو خوږاخوږو؛ تنکيو ځوانانو، د پوهنتون زده‌کونکو او ځوانو کارګرانو سره، چې عمرونه یې له ۱۳ څخه تر ۲۸ کلونو پورې ول؛ پر له اوښکو ډکو سترګو مخه ښه وکړه، چې د سپټمبر پراتمه یې په پیل شوي تاریخي پاڅون کې یې خوږ ژوند له لاسه ورکړ. دا لاریونونه د ټولنیزو رسنیو د محدودولو پر علت د حکومت د هڅو په غبرګون کې ترسره شول.

لوړ پوړو حکومتي چارواکو د انرژۍ د وزیر کولمن غشینګ او د کورنیو چارو او عدلیې وزیر اوم پرکاش اریل په ګډون په دې مراسمو کې ګډون وکړ او پخپله یې د قربانیانو جسدونه پر ملي بیرغ وپوښل.

له هغو لس قربانیانو څخه، چې پر جسدونه یې دا مراسم ترسره شول؛ څلور یې په پشوپتی ناتھ کې ښخ شول. په داسې حال کې، چې شپږ نور یې د نیپال د پوځ د چورلکو پر مټ بېرته خپلو پلرنیو ټاټوبو ته د ښخولو لپاره یوړل شول.

حکومت اعلان کړی، چې د شهیدانو هرې کورنۍ ته به د ۱.۵ میلیون روپیو تاوان ورکړ شي، چې په کې ۱ میلیون روپۍ د تاوان په توګه او ۵۰۰ زره روپۍ د جنازې او اړوند لګښتونو لپارهځانګړې کیږي.

دا مرسته به د کورنیو چارو وزارت او سیمه‌ییزو حکومتي واحدونو له لارې ووېشل شي. ټپیانو ته وړیا طبي درملنه هم ورکړل شوې او د قربانیانو لپاره د یادګار پارک جوړولو پلان هم تصویب شوی دی.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ په دې لاریونونو کې ۷۲ کسان وژل شوي او له ۲۳۰۰ څخه ډېر ټپیان دي، چې  ۲۸۳ یې اوس هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. دا معلومات د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د نښتو شدت ښیي او وړاندیز کوي: دا غورځنګ، چې په لویه کچه د نیپال له ډیجیټل او ټولنیزو رسنیو سره تړلي نسل لخوا رهبري کیږي؛ له یوې لسیزې څخه په ډېرو کلونو کې د هېواد ترټولو لوی سیاسي بحران ګرځیدلی دی.

د قربانیانو درناوی د ځوانانو دا تاریخي پاڅون د نیپالي مبارزو سره نښلوي؛ د ۱۹۹۰ لسیزې د ډیموکراسۍ پلوه مبارزو څخه تر ۲۰۰۶ تر غورځنګ پورې، چې سیاسي ګوندونو تنظیمول؛ خو د هغو پر پرتله دا غورځنګ هغو ځوانانو، چې ژوند یې له ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو تړل شوی و؛ رامنځته کړ. پرته له دې، چې کوم مشر یې تر شا وي؛ چټک پېښ شو او د کارموندنې او انسان درناوي له غوښتنې سره مخ پر مخ ولاړ.

Trending

Exit mobile version