سیمه ییز خبرونه

هراتي نجونو په خپل هنري نندارتون کې  یو شمېر آثار نندارې ته وړاندې کړل

Published

on

په هرات کې يو یوشمېر نجونو د ښوونکي د ورځې په مناسبت د انځورګرۍ او خطاطۍ له سل ډېر آثار نندارې وړاندې کړل.

دوی وايي، چې د کارونو پر وړاندې یې کوم خنډ نشته؛ خو هیله من دي، چې وکولی شي خپل هنري آثار په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي.

د هراتي نجونو یوې ۱۵ کسیزې ډلې، د عصري سبک انځورګرۍ او خطاطۍ شاوخوا ۱۰۵ آثار نندارې ته وړاندې کړل.

دوی وايي، موخه یې له دې نندارتون څخه د انځورګرۍ د هنر اړتیا او د ښځینه زدکوونکیو او هنرپالو نجونو د وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.

انځورګره الناز فروتن ویلي: مونږ د ښوونکي د ورځې په مناسبت نندارتون جوړ کړی، ځکه که ښوونځي تړلي وي؛ بیا هم د خپلو ښوونکیو او زدکړو په اړه فکر کوو او دا زمونږ حکومت ته یو پیغام دی، چې په هر ډول شرایطو کې مونږ افغان نجونې خپل هنر ته روان ساتو.

د انځورګرۍ استاد عبدالکریم ارباب زاده وایي: د نندارتون موخه دا ده، چې مونږ د هنر په برخه کې نور هم مخکښ شو، چې دا نرونه هیر نشي. موږ وکولی شول، چې د دغو میرمنو لخوا د هرات په کچه د خطاطۍ او د عصري انځورګرۍ او نویو آثارو په ترکیب کې خپله  انځورګري تنظیم کړو.

 دغو ښځينه زدکوونکیو خپل هنري آثار په نوې بڼه پنځولي او هر يو يې ځانګړی پيغام لري.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ډاډ ورکوي، چې د هنر خاوندانو پر وړاندې هیڅ راز خنډونه نشته او دوی هڅه کوي، چې په ملي او نړيوالو نندارتونونو کې د هنر د خاوندانو د ګډون لپاره زمينه برابره کړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څرګنده کړې؛ د هنر له خاوندانو او د هغوی له آثارو هرکلی کوو او هڅه دا ده، چې د هرات لرغونی هنر له هېواده بهر نړۍ ته هم وښو دل شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني وایي: انځورګري، خطاطي او ښکلي هنرونه هغه ارزښتناکې هنري هڅې دي، چې په لرغوني هرات کې تاریخي سابقه لري او دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده، چې دې هنر ته پاملرنه وکړي.

دغه ځوانې نجونې د کار او زدکړو چاپېریال رامنځته کولو ته په طمع دي، چې وکولی شي خپلې هنري پنځونې روانې وساتي.

هنر غوښتونکې کوثرعمر وایي: که څه هم مونږ لږ څه محدودیتونه لرو؛ خو هنر مو د پخوا په څېر روان ساتلی. مونږ هیڅکله نه دریږو؛ خو د پخوا په څېر کار کوو او خپل هنري کارونه رامنځته کوو.

دوی داراز ټینګار کوي، لکه څنګه چې په دې نندارتون کې د دغو بېلابېلو آثارو په پنځولو کې د نجونو رول څرګند دی، په کار ده، چې هلکان او نجونې د خپلو زده کړو دوام ته هوډمن واوسي.

هنرغوښتونکې صاعقه جمشیدي وایي: نن مو د اسلامي هنرونو آثار تنظیم کړل. زمونږ ټول آثار عصري کرښې او انځورګري ده، ټولې هنري مینه والې مو نجونې دي؛ ځکه، چې غواړو نجونو ته انګېزه ورکړو او په اوسنيو حالاتو کې خپلې لاسته راوړنې ولري.

په دې وروستيو مياشتو کې تل په هرات کې د هنر بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي؛ خو د هنر خاوندان هيله لري، چې وکولی شي په نړيوالو نندارتونونو کې بهرنيو هېوادونو ته د هرات ارزښتناک هنر ور وپېژني.

د هېواد دغه هنري څېرې له حکومته غواړي، چې په نړیوالو پروګرامونو کې یې پنځونې وړاندې او ورته د ګډون زمينه برابره شي.

Trending

Exit mobile version