بی بی سی پښتو

هرات کې د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي

Published

on

Getty Images

د افغانستان په لوېدیځ ولايت هرات کې د طالبانو ترواکمنېدو نژدې درې میاشتې وروسته د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي او لیسې بېرته پرانیستل شوي دي.

په هرات کې د هغو ښوونځیو شمېر چې دروازې یې له شپږم ټولګې پورته د زدکوونو لپاره پرانيستې،۲۷ ښوونځیو ته رسېږي.

دا ښوونځي د طالبانو د ادارې له خوا نه بلکې د ښوونکو په هڅو خو له طالبانو سره د خبرو په پایله کې پرانستل شوي او ګڼ شمېر نجونې د زدکړې لپاره ورځي.

دوی وايي د هرات د پوهنې چارواکو ورته ویلي چې د خپل مسؤولیت له مخې کولی شي چې د نجونو ښوونځي فعال کړي.

یوه ښوونکي په دې اړه وايي چې طالبانو ورته ویلي، دوی ښوونځیو ته د تلونکو نجونو د امنیت ډاډ نه شي ورکولی.

په هرات ښار کې د نجونو د یوې لیسې ښوونکې ناهید صدیقي بي بي سي ته وویل هرات کې د ښوونکو د ټولنې له خوا دغه ګام اخيستل شوی دی.

نوموړې وايي، “خلکو موږ ته مراجعه کوله او دوی د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه اندېښمن وو. د ښوونځیو زدکوونکې له ژور خفګان سره مخامخ شوې وې. د همدې غوښتنې له مخې ولایت ته ورغلو، هغوی راته وویل چې نورو سیمو کې هم د خلکو له خوا ښوونځي پرانستل شوي دی”.

Getty Images

مېرمن ناهید وايي چې که څه هم د ښوونځیو دروازې پرانستل شوي خو یو لړ ستونزې شته.

دا وايي “ځینې کورنۍ لا هم د امنیت په اړه ډاډه نه دي او خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته ولاړ شي او ویره لري چې هسې نه کومه پېښه وشي. بله ستونزه د ښوونکو کموالی هم دی”.

دغه ښوونکې وايي د طالبانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودلو او له وړاندې د کورونا له امله د ښوونځیو بندېدو له امله نجونو د زدکړې برخه کې ډېر زیان لیدلی او دوی هڅه کوي چې نجوني وکولی شي امتحانونه ته چمتو شوي خو وايي رسېدلی زیان نه شي جبرانېدلی.

مېرمن ناهید وايي پر نجونو د جامو برخه کې کوم بندیز نه شته او لکه د پخوا په څېر لباس کې ښوونځیو ته ځي.

له دې وړاندې د ګوتو په شمېر څو نورو ولایتونو کې د لیسې او منځنۍ دورې زدکوونکو نجونو ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه خو لا هم لوی شمېر نجونې په تېره په لویو ښارونو لکه کابل کې له زدکړو بې برخې دي.

طالبان وايی هڅه کوي د منځنۍ او لیسې دورې نجونو ته ښوونځي ته د تګ لپاره اجازه ورکړي او وايي پر دې کار روان دی.

خو په کور دننه او د نړیوالو له خوا تر پر طالبانو نیوکه شوې چې کار ته د مېرمنو نه پرېښودل او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړلو سره د دوی حقونو تر پښو لاندې شوي دي.

Trending

Exit mobile version