تازه خبرونه
هرات یو ځل بیا له یوې زورورې زلزلې سره مخ شو
د زلزلې نړیوال مرکز په هرات کې د رښتر پر کچه د څلور اعشاریه یوې درجې زلزلې خبر ورکړی، چې د ایران او ترکمنستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
دا زلزله، نن سهار پر ۷ بجو او ۱۹ دقیقو د هرات ښار د قره باغ له سیمې ۳۰ کیلو متره لرې د ځمکې د سطحې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې؛ رامنځته شوې ده.
دغه راز دې زلزلې د زنده جان او کرخ ولسوالۍ او د چاربرجک سيمه هم لړزېدلې، چې د ایران او ترکمنستان په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات ښار په تېرو دوه اوونيو کې څو سختو زلزلو او لسګونه ټکانونو لړزولی دی.
لومړۍ زلزله د شنبې پر ورځ ( د تلې ۱۵/ د اکتوبر ۷ ) سهار ۱۱:۱۱ دقیقې د ۶ اعشاریه درې درجې پر کچه رامنځته شوې، چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ کلي ویجاړ او لسګونه زره کسان ځاني زیانمن او بې کوره کړل.
د سرچينو له مخې د دغو زلزلو د مړو شمېر دوه زره کسانو ته رسيدلي او له دې ډېر نور ژوبل دي.
د نننۍ زلزلې د تلفاتو او زیانونو په اړه تر دې دمه څه ویل شوي نهدي.