تازه خبرونه

هره ورځ ۲۵ کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ټینګار کړی، چې له اسنادو پرته افغان کډوال به له استثنا پرته له دې صوبې څخه وایستل شي او وایي، چې هره ورځ ٢٥ کورنۍ پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

جان اڅکزي په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د دې ولایت په رامنځته شویو ۲۰ ځانمرګو بریدونو کې ۱۳ یې افغانانو ترسره کړي دي.

هغه ټینګار کړی؛ دولت هوډ لري، چې د یو میلیون او ۳۰۰ زره غیر قانوني مهاجرینو د شړلو په پاتې دیارلس ورځنی مهلت پلي کولو ته هم ژمن دي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، چې په پاکستان کې یو میلیون او ۷۰۰ زره قانوني افغان کډوال ژوند کوي او د اوسېدو اجازه لري.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی؛ اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

اسلامي امارت هم د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو د شړلو په اړه دې پخپله پرېکړه له سره غور وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه هیڅ ډول جوړجاړی نه‌کوي.

Trending

Exit mobile version