سیمه ییز خبرونه

هر څوك چې په غېر انساني عمل لاس پوري كړي له قانوني چلند سره به مخ شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزارت وايي، هر څوك چې د ملي اردو پر وړاندې په غېر انساني عمل لاس پوري كړي په هر ځاى كې چې وي نو د دغو ځواكونو له خوا به له قانوني چلند سره مخ شي.

د وسله والو مخالفينو له خوا پر ملي اردو د بريدونو تر سره كيدو  يو لړ اندېښنې را ولاړې كړې دي، په دې وروستيو كې يوه خپره شوې ويډيو ښكاره كوي، چې وسله وال مخالفين د ملي اردو د يو سرتېري له وژلو وروسته د هغه پر مړي ډزې كوي.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي د دغې پېښې په تړاو د يو تن د نيولو خبر وركوي او زياتوي، چې هر څوك د ملي اردو پر وړاندې په غېر انساني عمل لاس پورې كړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

په همدې حال كې د ملي دفاع وزارت ۲۰۱۲ كال د افغان ملي پوځ لپاره له لاسته راوړنو ډك كال بولي خو  زياتوي، چې اوس هم دغه وزارت له يو لړ ستونزو سره مخ دى.

د ملي دفاع وياند همدا راز د افغانستان د ملي دفاع وزارت  او ايټاليا تر مينځ د سي ۲۷ الوتكو د تړون له مينځه تلو څخه هر كلى كوي او زياتوي، چې امريكا تر اوسه په دې باب په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواكونو روزل او تجهيز د خپلو كاري لومړيتوبونو څخه بولي او ټينگار كوي، چې د افغان ملي پوځ  د ۲۰۱۳ كال تر پاېه د ټول افغانستان امنيتي مسئوليتونه په غاړه اخلي او د ۲۰۱۴ كال په باب به هېڅ ډول اندېښنه شتون نه لري.

Trending

Exit mobile version