تازه خبرونه

هر کال د یو میلیون دالرو پر ارزښت له ګاونډ هېوادونو کبان واردیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هر کال افغانستان ته د یو میلیون دالرو پر ارزښت  له ګاونډ هېوادونو کبان او د کبانو غوښتې واردیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې تخنیکي مرستیال شفیق الله عطایي وایي، سره له دې، چې په کور دننه د کبانو د روزنې امکانات شته؛ خو په دې برخه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت کار نه دی کړی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد د کبانو د روزنې په برخه کې د خپلو هڅو یادونه کوي او وایي دا مهال د کبانو د روزنې لسګونه فارمونه شته او کوښښ کیږي، چې په لویو بندونو کې کوچني کبان د نسل د تولید لپاره خوشې شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ د کابل د قرغې په بند کې د زراعتي کبانو د روزنې لړۍ پیل کړې او د سلما په بند کې مو هم  اوونۍ  وړاندي ۵۰ زره کو چني ماهیان خوشي کړي او ټاکل شوې ۲۰ زره کبان د هېواد په نورو بندونو کې هم خوشي کړو.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي؛ په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کافي فرصتونه او ظرفیتونه شته او که له دې فرصتونو سمه ګټه پورته شي، لسګونه میلیون دالر، چې د کرنیزو محصولاتو په رانیولو بهر ته ځي، په کور دننه وسپمول شي.

خبریال: اسلم حجاب 

Trending

Exit mobile version