سیمه ییز خبرونه
هغه طالب مشران، چې د سولې د پروسې لپاره گټور وي بايد له زندان څخه خوشې شي
د بهرنيو چار وزارت وايي، چې پاكستان به تر دې وروسته طالب بنديان د سولې د عالي شورا سره په تفاهم خوشې كړي او همدارگه زیاتوي هغه طالب مشران، چې د سولې د پروسې لپاره گټور وي بايد له زندان څخه خوشې شي تر څو د سولې پروسې لپاره له هغوي سره خبرې اترې وكړو.
د سولې د پروسې د پرمختگ لپاره د طالب بنديانو د خوشې کولو لړۍ شاوخوا دوه مياشتې مخکې اسلام آباد ته د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني د سفر پر مهال پيل شوه.
تيره اوونۍ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا په سرمشريزه غونډه کې هم پرېکړه وشوه، د طالب بنديانو د خوشې کولو لپاره به يو ميکانيزم جوړېږي.
د بهر نيو چارو وزارت وزیر زلمی رسول وايي:
پاكستان به تر دې وروسته طالب بنديانو په خپل سر خوشي نكړي، بلكې د افغانستان د سولې عالي شورا سره تر تفاهم وروسته به بنديان خوشي كړي.
دا په داسي حال كې ده، چې د پاکستان د یوې مذهبي ډلې جمعیت علما اسلام مشر او د طالبانو نږدې ملگری مولانا فضل الرحمن د افغانستان د سولې د خبرو ا ترو لپاره قطر ته رسیدلی دی.
د دغه مذهبي گوند یوه غړی ويلي، چې مولانا فضل الرحمن به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پرمختگ لپاره منځگړیتوب کوي.
د بهر نيو چارو وزير همدارنگه زیاته کړه، چې د سولي خبر ې اترې پرته د افغانانو له مشرۍ پايله نلري او قطر ته د مولانا فضل رحمن سفر د افغانستان د سولې په پروسې پورې اړه نلري.
هغه همدارنگه وويل، چې دوی تر اوسه په قطر كې نه كوم دفتر پرانيستی او نه هم خبرې اتري.
دبهرنيو چارو و زير همدارنگه وويل، چې افغانستان دې ته چمتو ده، چې له پاكستان سره د ستراتيژيك تړون لاسليك كړي، خو په دې شرط، چې د افغانستان خلك پر دې قانع شي، چې پاكستان په صادقانه توگه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره همكاري كوي او افغانستان ته كوم خطر نه پېښوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان د علماوو یو پلاوی پاکستاني علماوو سره په کابل کې د علماوو د گډ کانفرانس جوړولو لپاره د خبرو اترو په موخه د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲ ) اسلام آباد ته ولاړ او په پام كې ده دغه كنفرانس د مارچ په مياشت كې په كابل كې جوړ شي.