Connect with us

تازه خبرونه

هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت پر نورو بندیزونه ولګوي – عبدالحکیم شرعي

خپور شوی

د

د عدلیې وزارت چارسمبالي د اروپايي ټولنې لهخوا د بندیزونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت پر نورو بندیزونه ولګوي.

له هغې یوه ورځ وروسته، چې اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پر درې چارواکو نوي بندیزونه ولګول؛ د عدلیې وزارت چارسمبالي څرګنده کړه؛ هغه وخت به هم راشي، چې اسلامي امارت  پر نورو بندیزونه ولګوي.

عبدالحکیم شرعي د اسلامي امارت له هغو درې چارواکو څخه دی، چې نوم یې په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې راغلی دی.

 د عدلیې وزارت چارسمبالي عبدالحکیم شرعي دا هم ويلي؛ امریکا په افغانستان کې له ماتې سره – سره له افغان ولس سره خپله دښمني نه بندوي او د افغانستان په فضا کې د امریکایي بې پیلوته الوتکو ګزمه نیم ساعت هم نه‌دریږي.

شرعي وايي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا استازي ته ویلي: دوی اندېښمن دي، چې دا درون الوتکې داعش  او که د اسلامي امارت مشران تعقیبوي؛ ځکه، چې امریکا د اسلامي امارت د مشرانو لپاره انعام ټاکلی دی.

عبدالحکيم شرعي په افغانستان کې حاکم نظام پياوړی او ځانګړی وباله او وايي؛ که دا نظام پاشل کیږي، نو له داخله به پاشل کیږي.

د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي د ندا محمد ندیم هم په دې غونډه کې ویلي؛ افغانستان د ساینس په برخه کې لاس ته راوړنې لري او پر نصاب کار کول هم له دغو لاسته راوړنو یوه برخه ده.

هغه وایي؛ ټولې ادارې پر کار بوختې دي او د خلکو خدمت کوي.

نوموړی زیاته کړې؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنو په څانګه کې د مرستیالانو په ټاکنه او د استادانو په ګمارنه کې هم د پام وړ دندې ترسره کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا د کابل پوهنتون په انګړ کې د اسلامي فرهنګ د استادانو، امامانو او د دولتي پوهنتونونو د دعوت او ارشاد د مبلغینو لپاره یو دیني او علمي سیمینار د درې ورځو لپاره جوړ شو، چې د محمدي شريعت له مخې د فکرونو د سمولو او د محصلانو د سیرت او صورت پر سمولو سربېره؛ علمي بحث او د ګډونوالو تر منځ د تجربو شریکول د دې سیمینار بل هدف دی.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!